سوداګري

د غالیو د پلور له کمېدو د جوزجان د غالۍ اوبدونکو مېرمنو اندېښنه

د افغانستان په شمالي ولایت جوزجان کې غالۍ اوبدونکې مېرمنې د غالیو د پلور له کموالي شکایت کوي.

دغه مېرمنې وايي، چې د کورني ملاتړ د نشتوالي له امله د هېواد په بازارونو کې د غالیو صنعت په ټپه ولاړ دی.

په همدې حال کې د افغانستان د شمال د غالۍ اوبدلو ټولنه وايي، د افغانستان د غالیو بازار د نشتوالي له امله زرګونه افغاني غالۍ په پلورنځیو او اوبدلو په مرکزونو کې ساتل کېږي.

غالۍ اوبدل د افغانستان په شمال په تېره بیا بلخ، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو یو له پخوانیو صنعتونو څخه دی.

د افغانستان په شمال کې ډېری غالۍ اوبدونکې کورنۍ له سهاره تر ماښامه د غالۍ اوبدلو پر تخته ناستې وي ترڅو په خپلو لاسي اوبدل شویو غالیو د ډول ډول ګلانو په اوبدلو سره خپل هنر نندارې ته وړاندې کړي.

دا صنعت چې په وروستیو کلونو کې په ځانګړې توګه د طالبانو له راتګ وروسته د نه ملاتړ له امله له ځوړتیا سره مخ شوی.

سعیده عثماني په جوزجان ولایت کې یوه غالۍ اوبدونکې ده، هغه وايي چې د خپلې کورنۍ له پنځو غړو سره له سهاره تر ماښامه د غالۍ اوبدلو کار کوي، څو د خپلې ۱۵ کسیزې کورنۍ لګښت برابر کړي.

غالۍ اوبدونکې سعیده عثماني وايي: «موږ په کورنۍ کې ١٥ کسان یو، په کرايي کور کې ژوند کوو، د غالۍ بيه ډېره ټيټه ده، لس متره غالۍ په ١٨ زره افغانيو پلورو، چې دا زموږ ستونزې نه شي حل کولاى.»

په دغه کارخونه کې غالۍ اوبدونکي اوس هم د افغاني غالیو د خرڅلاو لپاره د بازار له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې په تېرو دوو کلونو کې د افغاني غالیو د بازارموندنې او پلور ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

غالۍ اوبدونکې مروه وايي: «موږ له ښوونځي او پوهنتون څخه پاتې شوو او دلته د غالۍ اوبدلو لپاره راغلو، زموږ هيله دا ده چې زموږ غالۍ د نړۍ بازارونو ته وړاندې شي او ښه پلور ولري.»

غالۍ اوبدونکې قادریه وايي: «زه دلته له خپلو خویندو سره غالۍ اوبدل کوم، ډېرې اقتصادي ستونزې لرو، هېڅ پاملرنه نه راته کېږي باید خپلې اقتصادي ستونزې د غالۍ اوبدلو له لارې هوارې کړو.»

د افغانستان د شمال غالۍ اوبدونکو ټولنه وايي، په زرګونو افغانۍ غالۍ د نړیوال بازار د نشتوالي او زړو ډیزاینونو له امله په دوکانوړو او تولید خونو کې پاتې شوې دي.

محمد انور رحیمي وايي: «موږ خپلو هټۍوالو او غالۍ پلورونکو ته حق ورکوو چې وايي: افغاني غالۍ نه پلورل کېږي، په تېرو څلورو یا پنځو کلونو کې سلګونه زره متر مربع غالۍ له موږ سره پاتې دي او له هېواده بهر نه دي صادرې شوې. تاسو پوهېږئ چې د غالۍ ډیزاین ټیټ شوی او د نړۍ په بازارونو کې نه پلورل کېږي.»

د افغانستان په شمال کې ډېری غالۍ د آقینې له سوداګريز بندره متحده عربي اماراتو او بيا اروپايي هېوادونو او امريکا ته صادرېږي، په تېرو وختونو کې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې د افغاني غالیو په ګډون د افغانستان ډېری لاسي توليدات په کورنيو او بهرنیو بازارونو کې نندارې ته وړاندې کېدل، خو افغان غالۍ اوبدونکي وايي چې په تېرو دوو کلونو کې د نړۍ بازارونو ته د افغاني غاليو وړاندې کولو ته ډېره پاملرنه نه ده شوې.