نړۍ

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې د یوه پرېکړه‌لیک په صادرولو غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې د یوه پرېکړه‌لیک په تصویب سره غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د «بیړني، دوامداراه و تلپاتې بشردوستانه اوربند» غوښتنه وکړه.

دغه پرېکړه‌لیک تېره جمعه د لړم پر پنځمه نېټه په ۱۲۰ موافقو رایو، ۱۴ مخالف او ۴۵ ممتنع رایو صادر شو.

دا پرېکړه‌لیک اجرایي واک نه لري او یوازې به پر دواړو لوریو د نښتو د درولو لپاره اخلاقي فشار زیات کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې همداراز د هغو ملکیانو لپاره چې په غزه کې کلابند دي د «دوامداره، پوره او له خنډ پرته» تدارکاتو او د ژغورنې خدماتو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو له خوا د اوربند له غوښتنې سره سره، غزه کې تاوتریخوالی دوام لري.

د اسراییل پوځ ویلي، چې تر کلابندې لاندې سیمو کې یې خپل ځمکني او هوايي بریدونه زیات کړي دي.

حماس هم اعلان کړی، چې جنګیالي یې د غزې په شمال ختیځ بیت حانون ښار او البریج مرکزي سیمه کې له اسراییلي پوځیانو سره نښتي دي.

حماس شنبه سهار په یوه بیانیه کې ویلي: «القسام پوځیان او د فلسطین د مقاومت ټول ځواکونه په پوره قوت سره (د سراییل) د تېري پروړاندې د مقابلې او د دوی د بریدونو د شنډولو لپاره چمتو دي.»