نړۍ

اسراییلي ځواکونه تېره شپه د څو شېبو لپاره له خپلو ټانکونو سره غزې ته ننوتل

د اسراييلو او حماس تر منځ د جګړې په ۱۹مه ورځ د اسراييلو پوځ وايي، د حماس پر موخو يې تر ۷ زرو زيات بريدونه کړي دي.

له دې سره د نیویارک ټایمز موندنې ښیي هغه توغندی چې ویل کېږي د غزې په الهلال روغتون کې د چاودنې لامل شوی په حقیقت کې له دې روغتون څخه څو کیلومتره لرې لګیدلی دی.

په همدې حال کې اسراييلي ځواکونه يوه ورځ وروسته له هغه د لنډې مودې لپاره دغه ښار ته ننوتل چې د اسراييلو لومړي وزير وويل چې دوی پر غزې د ځمکني بريد لپاره چمتو دي.

د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ د جګړې په ۱۹مه ورځ د اسراییلو پوځ اعلان وکړ چې تېره شپه یې ټانکونه د لنډ وخت لپاره د غزې ښار شمالي برخو ته ننوتل.

د دغه هېواد پوځ وايي، دا اقدام د “جګړې بل پړاو” ته د چمتووالي یوه برخه ده، چې د اسرایلو لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ ورته اشاره وکړه.

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي: «موږ پر حماس د دوزخ د اورونو باران کوو. په اوس وخت کې مو په زرګونو ترهګر وژلي او دا یوازې پیل دی.»

په همدې حال کې، د نیویارک ټایمز لخوا یوه نوې څېړنه ښيي چې د یوه توغندي ویډیو چې ویل شوي د الهلال پر روغتون د برید لامل دی بل څه ښيي.

نيويارک ټايمز ويلي چې د دې ويډيو پر بنسټ دغه توغندی په حقيقت کې په هوا کې چاودېدلی او پاتې شوني يې له دې روغتونه درې کيلومتره لیرې غورځول شوي دي.

په غزه کې ملکي وګړي وايي چې د دوی له خوا د غزې سویل ته د تللو له غوښتنې سره سره اوس خوندي ځای نه لري او آن د دغه ښار سویلي برخې هم خوندي نه دي.

د غزې اوسېدونکی ابو شامله وايي: «دغه ماشوم دوه اوونۍ وړاندې ټپي شو او د ټولو لارو د بندېدو له امله یې له نړۍ سترګې پټې کړې. دلته د درملنې لپاره هېڅ نشته او هېڅ سون توکي نه لرو ډاکترانو خپله ټوله هڅه وکړه.»

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په انقره کې په یوه کنفرانس کې بیا ټینګار وکړ چې لوېدیځ په غزه کې بشري حقونه په پام کې نه نیسي، ځکه په دغه ښار کې د “مسلمانانو وینه” تویېږي.

د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۷ زرو زیات دی. د الجزیرې د یوه لوړ پوړي خبریال د کورنۍ درې غړي هم په قربانیانو کې شامل دي.