نړۍ

په امریکا کې په ډزو د شکمن کس د نیولو لپاره د پولیسو هڅې

د امریکا د مین ایالت پولیس وايي چې په لویستون ښار کې د بالنګ په یوه سالون کې د ډزو د شکمن لپاره هڅې روانې دي.

بېلابېلو رسنیو ددغو ډزو د وژل شویو شمېر له ۱۶ تر ۲۲ او د ټپیانو لسګونه تنه بللی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، رسمي سرچینو تلفات تایید کړي، خو د کره شمېرو له ورکولو یې ډډه کړې ده.

یو څلوېښت کلن سړی رابرت آر کارت چې د راپورونو له مخې په دوبي کې په یوه روغتیايي مرکز کې یې د رواني ناروغۍ درملنه شوې وه، د ایالتي او ځايي پولیسو له خوا په دغه دوسیه کې د شکمن کس په توګه پېژندل شوی دی.

له دې مخکې د پولیسو چارواکو پر فېسبوک تصویرونه خپاره کړل چې پکې ښودل شوي یو کس په خپلې وسلې سره د ډزو په حال کې دی.

ددې پښې اټکلیز تلفات په مین ایالت کې د کلنيو وژنو له معمول شمېر سره برابر دي.

د مین ایالت د پولیسو د معلوماتو پربنسټ له ۲۰۱۲ کال راهیسې د وژنو شمېر په کال کې له ۱۶ تر ۲۹ موردنه بلل شوی دی.