افغانستان

جیک سالیوان: له افغانستانه وتل د امریکايي ځواکونو د چمتووالي لپاره اړین و

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د سترو ننګونو لپاره د امریکايي ځواکونو د چمتووالي لپاره اړین وو.

جک سالیوان د بهرنیو چارو وزارت ته په یوه یادښت کې پر اوکراین د روسیې برید یو له هغو ګړندیو ننګونو بللی چې اټکل یې کېده او ټینګار کوي چې که امریکا لا هم د افغانستان په جګړه کې ښکېله وی، روسیې به له طالبانو سره په مرسته د امریکا تمرکز په افغانستان ساتلی وی. او له اوکراین سره د مرستې مخه یې نیوله.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار په وینا، امریکا له لېرې په افغانستان کې نړیوال ترورېزم په نښه کوي، خو نور به په اوږدمهاله جګړو کې ښکېل نه شي.

امریکايي ځواکونو د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسوي. له افغانستانه په د وتلو سره، چې ډیری یې ناورین بولي. خو ولې امریکا میدان طالبانو ته پرېښود، هغه دښمن ته چې شل کاله یې ورسره جګړه وکړه؟

په دې یادښت کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار د بهرنیو چارو وزارت ته لیکلي چې له افغانستانه د ځواکونو وتل د سترو ننګونو لپاره د امریکا د پوځ د چمتو کولو لپاره اړین وو. ننګونې لکه له چین او روسیې سره سیالي.

جک سالیوان پر اوکراین د روسیې برید یو له سترو ننګونو او له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو لامل بللی او ویلي یې دي، که امریکا د افغانستان په جګړې کې بوخته وى، نو روسیې اوس د طالبانو په مرسته امریکا په افغانستان کې متمرکزه کوله. څو له اوکراین سره د مرستو مخه ونیسي.

جیک سالیوان، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وايي: «ولسمشر بایډن د جوړجاړي اراده لرله. هغه د افغانستان په جګړه کې د امریکا ښکېلتیا چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه وه، پای ته ورسوله، او په دوو لسیزو کې یې د لومړي ځل لپاره په فعاله دښمنۍ کې خپل پوځیان خوندي وویستل. دا لیږد بې له شکه دردناک و. په ځانګړې توګه د افغانستان د خلکو او د متحده ایالاتو سرتیرو او نورو پرسونل لپاره چې هلته یې خدمت کولو. خو د راتلونکو ننګونو لپاره د امریکا د پوځ چمتو کول اړین وو. یو له دغو ننګونو حتی ډیر ژر چې موږ یې اټکل کړی و، د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه پر اوکراین د روسیې وحشیانه برید وو. که امریکا لا هم په افغانستان کې جنګېدله، نو په زیات احتمال سره همدا اوس روسیې هر هغه کار چې وس یې وو، کولو یې. څو له طالبانو سره مرسته وکړي او واشنګټن هلته متمرکز کړي او په دې تمرکز له اوکراین سره د مرستو مخه ونیسي.»

د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وايي: «امریکایانو نه غوښتل چې په دوو جبهو کې ځان بوخت کړي. د اوکراین جګړه ورته مهمه وه، غوښتل یې چې روسیه په خپل ګاونډ کې مصروفه کړي او پرې نه ږدي چې روسیه نور امریکا او د امریکا د متحدینو ګټو ته ګواښ شي.»

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، د سیمې د ځینو هېوادونو او د کانګرس د ځینو غړو اندېښنې په افغانستان کې د القاعده او داعش په ګډون د نړیوالو ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه زیاتې شوې.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وایي، که څه هم امریکا له لویې پوځي ښکېلتیا په شا کیږي او نوره به په اوږدمهاله جګړو کې ښکیله نه شي، خو په افغانستان او بل هر ځای کې به له لېرې د نړیوالې ترهګرۍ دایمي ګواښ له منځه یوسي.

د پوهنتون استاد غلام فاروق علیم وايي: «بې له شکه افغانستان د امریکا د سترو سیمه ییزو او نړیوالو سیاستونو قرباني شو. هغه بدلونونه چې د نړۍ په کچه رامنځ ته شول او هغه سخته سیالي چې امریکا له چین، ایران او روسیې سره درلوده، دا یې ایجابوله چې هغې ته رسېدنه وکړي. له بلې خوا افغانستان داسې حالت ته رسېدلی و چې په سیمه کې د امریکا حریفو ځواکونو افغانستان ته ضربه رسوله.»

د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار يادښت ښيي چې په نړۍ کې سياسي پرمختګونو افغانستان د امريکا له لومړيتوبونو ویستلی و او له همدې امله امريکا له افغانستانه خپل ځواکونه پرته له کوم قید او شرطه وویستل.

لکه څنګه چې د دغه یاددښت په یوه برخه کې راغلي چې د لویو قدرتونو د تېري د مخنیوي لپاره د امریکا لومړیتوبونه او ځواب په کافي اندازه چټک او عملي نه و، د چین او روسیې خوځښتونو ته اشاره ده چې په هغو شرایطو کې چې امریکايي ځواکونه د افغانستان په جګړه کې راګیر و.