نړۍ

په غزه کې «له نړیوالو بشردوستانه قوانینو د څرګندې سرغړونې» په اړه د ملګروملتونو د سرمنشي اندېښنه

غزه د اسراییلو او حماس ترمنځ جګړې له پیله اتلس ورځې وروسته په اسراییلو او غزه کې د درنو تلفاتو لامل شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ په ملګروملتونو کې د دغه سازمان عمومي منشي په غزه کې د «نړیوالو قوانینو پر څرګند رول» نیوکه کوي او وایي چې په منځني ختیځ کې وضعیت د خرابېدو په حال کې دی.

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وايي: «د فلسطین خلک ۵۶ کاله کېږي چې له سخت اشغال سره مخ شوي دي، دوی خپل ټاټوبی لیدلی چې په پرلپسې توګه د هوکړو له لارې له ستونزو او تاوتریخوالي سره مخ دی. د دوی اقتصاد درول شوی، خلک یې بې کوره شوي او کورونه یې وران شوي. د دوی د ستونزو د سیاسي حل لارې لپاره یې هیلې بې درکه شوې دي.»

خو د ښاغلي ګوتریش څرګندونې د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر له غبرګون سره مخ شوې، تر دې چې هغه د ملګروملتونو له سرمنشي سره خپله کتنه لغوه کړه.

له بلې خوا، د اسراییلو پوځ، ایران په وروستیو بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړی او دا کړنې د غزې د اوسني وضعیت لامل بولي.

خو په غزه کې ملکي وګړي لا هم د جګړې له امله درد او کړاو سره لاس و ګرېوان دي.

د غزې اوسېدونکی سمیع بیوک وايي: «هېڅ نقلیه وسیله، سون توکي، امبولانس او موټر نشته. موږ هڅه وکړه چې موټر پیدا کړو ترڅو دا مړي ځای پرځای کړو، خو څه مو پیدا نه کړل، یوازینی څه مو چې پيدا کړل دا کراچۍ وه چې موږ هغه ځای ته ورسوي چې خپل زوی پکې خاورو ته سپارو.»

د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په دغه جګړه کې تراوسه د دوه زره او ۳۰۰ ماشومانو په ګډون پنځه زره او ۸۰۰ تنه مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې د ترکیې ولسمشر نن چهارشنبې په انقره کې د یوې ناستې پرمهال وویل چې حماس ترهګره ډله نه ده او له فلسطینیانو یې د ترکیې پر ملاتړ ټینګار وکړ.