نړۍ

د اسراییلو او حماس د جګړې دوام: د خوړو نړیوال پروګرام د غزې وضعیت «تر ټولو بد ناورین» وباله

د حماس او اسراییلو ترمنځ د جګړې په ۱۷مه ورځ هم د غزې ځینې برخې د اسراییلو له خوا په نښه شوې.

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکوي چې د غزې وضعیت په “بشپړ بشري ناورین” بدلېدونکی دی.

په غزه کې یو روغتون له ۱۷ ورځو راهیسې برېښنا نه لري.

ډاکټران وايي، که مرسته ورسره ونه شي، دغه روغتون به د خپلو کارونو د دوام لپاره تېل ونه لري.

یو ډاکتر عاطف الخالوط وايي: «۱۷ ورځې کیږي چې له جنراتورونو کار اخلو. شته تېل او ستراتیژیکې زېرمې تقریباً ختمې شوې. موږ هره ورځ شاوخوا دوه زره لیټره ډیزل مصرفوو.»

دلته هم د خان یونس اوسېدونکو د یوې کورنۍ د ۵۰ غړو جسدونه چې د دوشنبې په ورځ د اسراییلو په برید کې وژل شوي وو، خاورو ته وسپارل.
له بلې خوا د خوړو نړیوال پروګرام د غزې وضعیت یو له بدو بحرانونو څخه ګڼي.

د خوړو نړیوال پروګرام د بیړنیو مرستو مرستیال بریان لینډر وايي: «پوهیږو چې په غزه کې خواړه او دوکانونه په ختمیدو دي. له هغو سوداګرو سره زموږ د اړیکو پر بنسټ چې کار مو ورسره کړی. پوهیږو چې د خلکو خواړه په چټکۍ سره ختمیږي. موږ هڅه کوو چې غزې ته خواړه ورسوو.»

خو د اسرایلو او حماس د جګړې د پیل په اوولسمه ورځ، د اسراییلو پوځ وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د حماس لسګونه سیمې په نښه کړې او د دې جګړې د دوام لپاره د «سیاسي لارښوونو» په تمه دي.

په همدې حال کې د حماس له خوا یرغمل شوي دوه تنه پرون د دغې ډلې له خوا خوشې شول.

له دې سره سره چې د فرانسې ولسمشر د سې شنبې په ورځ اسرائیلو ته ولاړ او له اسرائیلو سره یې د مرستو پر دوام ټینګار وکړ، د قطر امیر په دوحه کې په یوه غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل د «فلسطینیانو د وژلو لپاره» د اسراییلو ملاتړ مه کوئ.