ورزش

د افغانستان فوټبال له ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو ګوښه کېدل

فیصل شایسته، ذوالفقار نظري، رحمت اکبري، نجم حیدري، امید پوپلزی، عمران حیدري او د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې یو شمېر نورو لوبغاړو پر فیسبوک پاڼه د فوټبال فډراسیون پر کړنو په نیوکې سره د فوټبال له ملي لوبډلې استعفا کړې ده.

له بلې خوا، د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې لوبډلمشر فیصل شایسته ویلي چې د افغانستان په فوټبال فډراسیون کې د فساد له امله نور نه غواړي د ملي لوبډلې لپاره لوبه وکړي.

دغه افغان لوبغاړي نن سه شنبې د لړم په دوهمه نېټه پر خپله فیسبوک پاڼه ادعا کړې چې د افغانستان د فوټبال فډراسیون مسوولین د لوبغاړو پیسې «په خپلو جېبونو کې اچوي.»

فیصل شایسته ادعا کړې چې د هېواد د فوټبال فډراسیون ډېری کارکوونکو خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي، خو مسوولینو د لوبغاړو دېرش زره ډالري سوغاتونه حیف‌ومیل کړي دي.

د هېواد د فوټبال فډراسیون مسوولینو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. دغو لوبغاړو په داسې حال کې له ملي لوبډلې استعفا کړې چې د هېواد د فوټبال لوبډله به په روانه میاشت کې د نړیوال جام د مقدماتي سیالیو په دوهم پړاو کې د قطر او کویټ لوبډلو په وړاندې سیالي وکړي.