نړۍ

پر یو بل د اسراییلو او حماس د توغندويي بریدونو دوام

د حماس او اسراییل ترمنځ د نښتو پر شپاړسمه ورځ، اسراییلي ځواکونه وايي چې نن دوشنبه یې تر ۳۰۰ زیاتې سیمې په نښه کړې ده.

له بلې خوا د فلسطین د روغتیا وزارت په دغو جګړو کې د مړو شمیر ۵ زره ۸۵ تنه اعلان کړی دی او د یو شمېر ټپیانو وضعیت هم نازک دی.

دیما د ایراییل او حماس ترمنځ په جګړه کې د خپلې کورنۍ ۱۳ غړي له لاسه ورکړي دي.

د غزې اوسېدونکې دیما علامداني وایي: «هغوی ما ته زما کوچنۍ خور هم وښوده. هغه په ​​لومړي ټولګي کې وه او له ما یې وپوښتل چې څوک ده؟ لومړی، د هغې د ټپونو او د مخ سوځېدو له امله ما ونه پیژنده. وروسته یې په تابوت د هغې نوم ولیکه.»

د اسراییل پوځ وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د غزې په جنوبي برخه کې ۳۲۰ سیمې په نښه کړې دي.

د اسراییل پوځ ویاند ډانیل هاګاري په دې اړه وویل: «د شپې په اوږدو کې د ټانکونو او پليو عسکرو له خوا بریدونه ترسره شول. دا هغه بریدونه دي چې هغه ترهګرې ډلې وژني چې د جګړې بل پړاو ته تیاری نیسي. دا هغه بریدونه دي چې د اړیکو ژورو کرښو ته رسیږي.»
حماس هم د دوشنبې په سهار پر اسرائیلو توغندي توغولي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت په دغو جګړو کې د مړو شمیر ۵ زره ۸۵ تنه اعلان کړی دی. په اسراییلو کې د تلفاتږ شمیر له څه باندې ۱۴۰۰ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري مرستو دویمه جوپه د یکشنبې په ورځ ناوخته غزې ته ورسیده.

په همدې حال کې د دوشنبې په ورځ د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په لوګزامبورګ کې په یوه غونډه کې د حماس او اسراییلو ترمنځ د جګړې د “بشري دریځ” غوښتنه وکړه تر څو غزې ته مرستې ورسیږي.