نړۍ

په غزه کې د بشري وضعیت په اړه له اندېښنو سره په یو وخت دغه ښار ته د مرستو د دوهم کاروان رسېدل

په ۱۴ باروړونکو موټرو کې د خوړو، اوبو او درملو په ګډون د بشردوستانه مرستو دوهم کاروان د یکشبنې ماښام مهال غزې ته ورسېد.

د مګروملتونو د مرستو او کار آژانس د اړیکو مدیره ژولیت توما وایي چې د مرستو ۱۴ باروړونکو موټرو کاروان د مصر له خوا د یکشنبې ماښام مهال رفح بندر ته ورسېد او د کلابندې شوې غزې په لور یې حرکت کړی دی.

دا د شلو موټرو بیړنیو مرستو له لومړي کاروان وروسته چې د اړتیا وړ توکي پکې بار و او د شنبې په ورځ رفع بندر ته ورسېد دغه ښار ته دوهم د مرستو کاروان دی.

دا لاره له دې مخکې د غزې په پوله په بمبارۍ کې د زیانمنېدو او د مرستو رسولو پر سر د اختلاف له امله غیرفعاله شوې وه.

په داسې حال کې چې د لومړنیو تدارکاتو وېشل د یکشنبې په ورځ پيل شول، مرستندویه چارواکي لاهم په راتلونکي کې د انساني ناورین د خطر خبره کوي ځکه د خوړو، اوبو او سون توکو سرچینې په پراخه توګه کمې شوې دي.