روغتیا

په ۱۴ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېدل

انځور: د عامې روغتیا وزارت

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق کمپاین نوی پړاو د کابل، تخار، کندوز، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، پروان او کاپیسا په ګډون د هېواد په ۱۴ ولایتونو پیلېږي.

د ګوزڼ وروستۍ پېښه کابو ۲۰ ورځې مخکې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې ده.

تر اوسه په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د شپږو تازه پېښو راپور ورکړ شوی دی.

د ګوزڼ واکسین وروستی پړاو کمپاین د تلې پر درېیمه نېټه تر پنځه کلنۍ کم عمره ۱۱ میلیون ماشومانو لپاره ترسره شو.