نړۍ

د بشردوستانه مرستو لومړی کاروان غزې ته ورسېد

د حماس او اسراییلو ترمنځ د جګړې په پنځه‌لسمه ورځ د بشري مرستو یو کاروان له اوږده ځنډ او ډیپلوماټیکو خبرو وروسته د رفع پولې له لارې غزې ته ننوت.

له دې سره هم مهاله د نړۍ د یو شمېر هېوادونو مشران په قاهره کې د «سولې په غونډه» کې راټول شول او په منځني ختیځ کې یې د جګړو د زیاتېدو پر مخنیوي ټینګار وکړ.

په همدې حال د غزې په سرحدي سیمو کې اوس هم د اسرائیلو پوځي ځواکونه ځای پر ځای دي.

هغه ښار ته د بشري مرستو د لومړي کاروان ننوتل چې له دوه میلیونو زیات نفوس لري او د دوو اونیو جګړو له امله زیانمن شوي دي.

دغه کاروان د شنبې په ورځ غزې ته د رفح پولې له لارې چې د اسرائیلي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده، ننوت چې د ملګرو ملتونو په وینا دا باید د غزې له اوسېدونکو سره د مرستې لپاره لومړنی ګام نه وي.

خو په ورته وخت؛ دلته د مصر په پلازمېنه قاهره کې د یو شمېر هېوادونو مشران د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې په اړه د خبرو لپاره راټول شوي دي. په دې غونډه کې د فلسطین ولسمشر له غزې نه په وتلو ټینګار کوي.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس وايي: «آغلو او ښاغلو، موږ نه ځو، موږ نه ځو، نه ځو او په خپله خاوره کې پاتې کېږو.»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش وايي: «له یوې خوا مو له خوراکي او نورو اړینو توکو ډک بار وړونکي موټرونه ولیدل. له بلې خوا، پوهیږو چې د پولې هغې غاړې ته له اوبو، خوړو، تیلو، بریښنا او درملو پرته دوه میلیونه تنه پراته دي.»

په دې غونډه کې د اردن پاچا ټینګار وکړ چې د فلسطینیانو بې ځایه کېدل به «جنګي جرم» وي. له بلې خوا د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې غزې ته د بشري مرستو د دهلیز پر پرانیستلو ټینګار وکړ.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیره کترین کولونا وايي: «ملکي وګړو ته د مرستو ویش، چې تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي. دوی یو بشر دوستانه اوربند ته اړتیا لري چې د اوربند لامل هم شي.»

خو له دې سره سره هم اسرائیلي ځواکونو تیره شپه د غزې په ګاونډ کې په الزهرا ښار کې یو ښارګوټی په نښه کړ.

د فلسطین د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په دغو جګړو کې تر اوسه له ۴۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. په اسراییلو کې د دغو جګړو د تلفاتو شمېر ۱۴۰۰ تنه دی.