نړۍ

په غزه کې د بریدونو پر دوام د اسراییلي ځواکونو ټینګار

ریشي سوناک د بریتانیا لومړی وزیر د پنجشنبې په ورځ له حماس ډلې سره په جګړه کې د اسراییلو د ملاتړ د اعلان لپاره تل آویو ته ولاړ.

له دې سره هم مهاله د دغه هېواد پوځ ویلي، چې په هوايي بریدونو کې یې د حماس ډلې سلګونه بنسټونه له منځه وړي او خپلو بریدونو ته به دوام ورکړي.

اسراییلو ته د ریشي سوناک د بریتانیې د لومړي وزیر له سفر سره هم مهاله؛ اسراییل اعلان کړی چې په غزه کې یې د فلسطینۍ حماس ډلې سلګونه بنسټونه ویجاړ کړي دي.

د دغه هیواد پوځ ویلي دي چې په غزه کې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

د برتانیې لومړی وزیر چې د اسراییلو دوهم ستر متحد دی، د جوبایډن د سفر له پای ته رسېدو څو ساعته وروسته اسراییلو ته ولاړ.

سوناک له خپل اسراییلي سیال بنیامین نتانیاهو او هم د دغه هېواد له ولسمشر سره په کتنه کې له حماس ډلې سره په جګړه کې له دغه هېواده خپل ملاتړ اعلان کړ.

د بریتانیا لومړی وزیر ریشي سوناک وايي: «تاسو وویل چې دا د اسراییلو تر ټولو تیاره وخت دی، نو زه غواړم ووایم چې زه ویاړم چې دلته په تیاره وخت کې ستاسو تر څنګ ولاړ یم. موږ به د ملګرو په توګه، ستاسو سره په ګډه ودریږو، موږ به ستاسو د خلکو سره ودرېږو، او غواړو موږ چې تاسې بریالي شئ.»

په همدې حال کې، د اسراییلو پوځ اعلان کړی دی چې د حماس ډلې د ۱۲ ورځو په بریدونو کې ۳۰۶ اسراییلي پوځیان وژل شوي او ۲۰۳ نور د حماس د جنګیالیو له خوا یرغمل شوي دي. په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴۰۰ اسراییلیان وژل شوي او شاوخوا ۳۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د اسراییلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري وايي: «تر دې دمه موږ د ۳۰۶ وژل شویو سرتیرو او د ۲۰۳ یرغمل شویو کورنیو ته خبر ورکړی دی. زه غواړم چې د یرغمل شویو کسانو شمېر روښانه کړم او په دې باندې تمرکز وکړم چې موږ په دې برخه کې خپلې ټولې هڅې ترسره کوو او پر وړاندې یې د خپل ملي لومړیتوب په توګه چلند کوو.»

په همدې حال کې اسراییلو اعلان کړی چې په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د غزې په تړانګه کې په سلګونو ځایونو بریدونه کړي دي او د حماس ډلې بنسټیز تاسیسات یې ویجاړ کړي دي.

پر دې سربېره د اسراییلو بریدونو ملکي وګړو ته هم درنه مرګ ژوبله اړولې او ویل کېږي چې د دې بريدونو تر ډېره قربانیان ماشومان دي.

د غزې یو اوسیدونکی وايي: په دوی څه شوي؟ ماشومان په خپلو کورونو کې ویده وو، پنځه ماشومان او څلور ښځې په خپلو کورونو کې ویده وې، سړی نه هم و. دوی دننه ویده وو، کله چې برید یوه درې پوړیزه ودانۍ په شپږو ماشومانو او څلورو ښځو ونړوله، څه ووایم، د خدای شکر ادا کړو!”

د اسراییلو او حماس ترمنځ جګړه د ۱۳مې ورځې لپاره هم دوام لري. د غزې په تړانګه کې د اسراییلو په بریدونو کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۳زره او ۷۸۵ فلسطینیان وژل شوي او ۱۲زره او ۴۹۳ نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې سلګونه زره نور بې ځایه شوي او بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

د امریکا ولسمشر اسراییلو ته د خپل سفر په پای کې وویل چې ډېر ژر به د بشري مرستو شل لارۍ د مصر د پولې له لارې په غزې کې بند پاتې خلکو ته ولېږدوي.