نړۍ

د چین ولسمشر: «کمربند او لاره» د ورېښمو لرغونې لاره راژوندۍ کوي

د يو کمربند او يوې لارې د سرمشريزې د پرانيستې په مراسمو کې د چین ولسمشر وويل چې دغې سترې سيمه ييزې پروژې نړۍ ته ډېر فرصتونه برابر کړي دي.

شي جين پينګ زياته کړه چې د يو کمربند او يوې لارې نوښت د ورېښمو لرغونې لار بيا راژوندۍ کوي او د هېوادونو تر منځ به د توکو او پانګو لېږد رالېږد زيات کړي.

طالبانو هم په دې ناسته کې د ګډون لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ یو پلاوی چین ته استولی دی.

د يو کمربند او يوې لارې ستره غونډه د څه باندې ۱۳۰ هېوادونو د استازو په حضور کې د چين په بېجينګ کې پرانيستل شوه.

د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د چين ولسمشر وويل چې د يو کمربند او يوې لارې نوښت به د چين بازار د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو بازار ته نږدې کړي.

شي جين پينګ وويل چې یاده لاره به د ورېښمو لرغونې لارې بيا راژوندۍ کړي او له دې پروژې سره به نړۍ ته د چين دروازې پرانيستل شي.

د چین ولسمشر وايي: «دا (د یو کمربند او یوې لارې نوښت) به په اغېزمنه توګه د هیوادونو تر منځ د توکو، پانګې، ټیکنالوژۍ او پرسونل پراخ جریان ته وده ورکړي او د ورېښمو لرغونې لاره چې زرګونه کاله یې تېر شوي، په نوي دور کې به بیا را ژوندۍ شي.»

د يو کمربند او يوې لارې د نوښت په لومړيو کلونو کې افغانستان په دې پروژه کې شامل نه و، خو د روان کال په مې مياشت کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې له چين سره په دې پروژه کې د افغانستان د شاملولو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او د ترانسپورت مرستیال وزیر د یو کمربند او یوې لارې نوښت په مراسمو کې د ګډون لپاره چین ته تللي دي.

دغه طالب چارواکي چینايي رسنیو ته ویلي، چې چین د افغانستان له پرمختګ سره زیاته لېوالتیا لري.