نړۍ

اسراییلو ته د امریکا د ولسمشر سفر؛ بایډن وايي د غزې په یوه روغتون کې له چاودنې په «غوسه» دی

د امریکا ولسمشر جوبایډن نن اسرائیل ته ولاړ او د دغه هېواد له ولسمشر سره یې په لیدنه کې د حماس پر وړاندې د اسرائیلو له جګړې خپل ملاتړ اعلان کړ.

بایډن همدارنګه په غزه کې د روغتون پیښې ته د چاودنې په توګه اشاره وکړه او ویې ویل چې په ​​دې پیښه خواشینی شوی دی.
په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د غزې پر روغتون برید وحشتناک بللی او د دې پېښې د څېړلو غوښتنه یې کړې ده.

د امریکا ولسمشر جوبایډن چې اسراییلو ته په سفر تللی له خپل اسراییلي سیال بنیامین نتنیاهو سره یې ولیدل.
ښاغلي بایډن په دې لیدنه کې وویل چې واشنګټن اسراییل ته هر هغه څه برابروي چې د ځان د دفاع لپاره ورته اړتیا لري.

د امریکا ولسمشر وايي: «موږ باید په یاد ولرو چې حماس د فلسطین د ټولو خلکو استازیتوب نه کوي او د دوی لپاره یې یوازې یو کړاو رامنځته کړی دی.»

خو بایډن د خپلو خبرو په یوه برخه کې د غزې په مرکز کې پر یوه روغتون پروني برید ته په اشارې سره وویل چې «بله ډله» یې مسووله ده. بایډن وايي، پر اسرائیلو د اکټوبر د اوومې له برید سره حماس ډله له داعش بدتره ده.

جو بایډن زیاته کړې: «د غزې په روغتون د پرونۍ چاودنې له امله ډېر خفه او په غوسه یم، او د هغه څه پر بنسټ چې ما ولیدل، داسې ښکاري چې دا کار بلې ډلې کړی، نه تاسو.»

په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د غزې پر روغتون برید وحشتناک بللی او ویلي یې دي چې دواړه لوري باید مذاکرو ته حاضر شي.

ولادیمیر پوتین زیاتوي: «لکه څنګه چې تاسو پر روغتون د برید په اړه وویل، هغه ناورین چې هلته پېښه شوی، یوه وحشتناکه پېښه ده. سلګونو تنه مړه او سلګونه ټپیان شول. دا البته یو ناورین دی. په یو ځای کې، په ځانګړې توګه په بشردوستانه ځای کې. او زه واقعاً هیله لرم چې دا ژر تر ژره د جګړې پای ته رسولو یوه نښه اوسي.»

اسراییل وايي، دا چاودنه په تېروتنه د اسلامي جهاد د یوه توغندي د توغولو له امله شوې ده. حماس دا خبره ردوي. هلته خونړیو جګړو په سیمه کې د اسراییلو ضد سخت لاریونونه راپارولي دي.

د اسراییلو او حماس ترمنځ جګړو کې په اسراییلو کې ۱۳۰۰ تنه وژل شوي او د فلسطیني چارواکو په وینا په غزه کې تر ۳۵۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.