نړۍ

پوتین د «کمربند او لارې» په ټولګه کې د ګډون لپاره چین ته ولاړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سه شنبې په سهار بیجینګ ته ورسېد ترڅو له خپل چینايي سیال شي جین پينګ سره وګوري.

ټاکل شوې پوتین د «کمربند او لارې» په ټولګه کې ګډون وکړي.

ویل کېږي چې بیجینګ ته د روسیې ولسمشر د سفر موخه د متقابل ژور باور ښودل او همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ له «محدودیت پرته» ګډون دی.

دا په داسې حال کې دي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف د دوشنبې په ورځ له خپل چینايي سیال وانګ یي سره په کتنه کې ویلي د چین د کمربند او لارې نوښت به په اسیايي ـ اروپايي سیمه کې همکارۍ پراخې کړي.

لاوروف ویلي چې پوتین به د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د دوه اړخیرو همکاریو په هکله خبرې اترې وکړي.

د کمربند او لارې ټولګې ناسته به د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو په بیجینګ ښار کې ترسره شي.