نړۍ

د غزې مسوولین: څه د پاسه زر مړي تر ودانیو لاندې پاتې دي

پر غزې د اسراییلو د بریدونو په دوام په دغه ښار کې مسوولین وايي چې څه د پاسه زر مړي د ودانیو تر خاورو لاندې پاتې دي او د هغوی د ایستلو لپاره وسایل نه لري.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې تراوسه ۲۷۵۰ فلسطینیان وژل شوي او څه د پاسه ۹۷۰۰ نور ټپیان دي.

دغه وزارت همداراز په دغه ښار کې د انساني او چاپېریالي ناورین په اړه خبرداری ورکړی دی.

د غزې د مدني دفاع غړی عابد وايي: «په دغو هوايي بریدونو کې خلک شهیدان او ټپیان کېږي. زموږ کارکوونکي په محدودو سرچینو سره د ټپيانو پر ایستلو او روغتونونو ته د دوی پر لېږدولو کار کوي. د ټپیانو له لېږدولو وروسته د شهیدانو د لټولو هڅه کوي. د کورنیو چارو وزارت په وینا د شهیدانو شمېر څه د پاسه زر تنه دی.»

اسراییل په داسې حال کې پر غزې تړانګې بریدونه کوي چې د تېرې اونۍ د شنبې په ورځ د فلسطین حماس ډلې د ځمکې او هوا له لارې پر اسراییلو برید وکړ چې په پایله کې یې د ۲۹۱ پوځیانو په ګډون لږترلږه ۱۳۰۰ اسراییلیان ووژل شول.

اسراییلو اعلان کړی چې حماس ډلې ۱۹۹ اسراییليان هم یرغمل کړي دي. د اسراییلو د پوځ ویاند همداراز ویلي چې حزب الله ډلې د ایران په حکم د اسراییلو پر خاوره هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

د اسراییلو د پوځ ویاند دانیل هاګار وايي: «موږ تراوسه د وژل شویو سرتېرو ۲۹۱ کورنیو ته خبر ورکړی دی. موږ غمجنې کورنۍ په غېږ کې نیسو؛ زړه مو له تاسو سره دی. موږ همداراز د ۱۹۹ یرغمل شویو کورنیو ته چې په غزه کې ساتل کېږي خبر ورکړی. د یرغمل شویو کسانو د بېرته راستنولو لپاره هڅې زموږ لپاره لومړیتوب لري.»

له بلې خوا، ایران، امریکا تورنه کړې چې په منځني ختیځ کې د حماس په وړاندې د اسراییلو په ملاتړ په منځني ختیځ کې اور ته لمن وهي.

له بله پلوه، د غزې اوسېدونکي د خوړو له کمښت سره مخ شوي او ملګرو ملتونو، بریتانیا، فرانسې، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو له اسراییل څخه غوښتي چې غزې تړانګې ته د بشردوستانه مرستو د ورتلو اجازه ورکړي.

دا په داسې حال کې دي چې د لسمې ورځې لپاره د حماس او اسراییلو ترمنځ نښتې روانې دي. اسراییلو خبرداری ورکړی چې غواړي حماس ډله له منځه یوسي او پر غزې ځمکنی برید وکړي.

د پوځي چارو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې ځمکنی برید به دواړو ښکېلو لوریو ته درانه تلفات ورسوي.