نړۍ

له نهو ورځو راهیسې د اسراییلو او فلسطین د حماس ډلې ترمنځ جګړه روانه ده

پر غزې تړانګې د اسراییلي ځواکونو هوايي، د توپونو او سمندري بریدونه لا هم روان دي.

حماس هم د یکشنبې په ورځ پر اسراییلو څو توغندي وویشتل.

په غزې تړانګه کې روغتونونه له ټپيانو ډک شوي چې ډېری یې ملکي وګړي په تېره بیا ښځې او ماشومان دي او شېبه په شېبه د قربانیانو شمېر زیاتېري.

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې تراوسه ۲۳۲۹ فلسطینیان وژل شوی او کابو لس زره نور ټپیان دي.

له دې سره همهاله، د اسراییلو له خبرداري وروسته د غزې له شمال څخه سویل ته د خلکو د کډې کولو بهیر روان دی.

د روغتونونو ډاکترانو هم د وتلو حکم ترلاسه کړی؛ خو وايي چې نه شي کولای نوي زېږېدلي ماشومان دلته پرېږدي، په تېره بیا هم نوي زېږېدلي ماشومان چې ژوند یې په تنفسۍ دستګاه پورې تړلی دی.

د کمال عدوان روغتون ډاکتر حسام ابوصفیه وايي: «دا یو احمقانه عمل دی او ددغو ماشومانو ایستل ناشوني دي ځکه دوی په اصل کې په وسایلو پورې تړلي دي او کارکوونکي د هغوي وضعیت ته رسېدنه کوي.»

له بلې خوا، اسراییلو حماس ډله تورنه کړې چې ملکي وګړو ته اجازه نه ورکوي، ددې ښار له شمال څخه ووځي.

د اسراییلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري وايي: «د غزې ښار اوسېدونکو، زه یو ځل بیا له تاسو غواړم، حماس هڅه کوي چې ستاسو د وتلو مخنیوی وکړي، موږ اجازه درکوو چې سویل لور ته ولاړ شئ. د خپل شخصي امنیت لپاره له غزې ښار او ټولو شاوخوا سیمو څخه یې ووځئ. د سویل په لور حرکت وکړئ. هلته موږ د ژوندي پاتې کېدو شرایط برابر دي.»

اسراییل د فلسطین د حماس ډلې د اوه ورځې مخکې برید په ځواب کې، پر غزې تړانګې بریدونه کوي، او خبرداری يې ورکړی چې حماس به له منځه یوسي. د حماس په بریدونو کې ۱۳۰۰ اسراییل وژل شوي چې اسرایيلي چارواکي ادعا کوي یو شمېر دا قربانیان د حماس جنګیالیو له خوا شکنجه شوي دي.

د اسراییلو پوځ د عدلي طب د ډلې غړې مایان وايي: «موږ دلته ښځې، ماشومان، بوډاګان او ځوانان وینو، پر هغوی د ناوړه چلند بېلګې لیدل کېږي. موږ د مرمۍ او شکنجې نښې پرې لیدلې دي.»

په دې لړ کې د اسراییلو پوځ پر غزې تړانګې د ځمکني برید لپاره چمتووالی نیسي. یو شمېر هېوادونه په تیره بیا بریتانیا او چین او له اسراییلو غوښتي چې نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي او فلسطینیانو ته په ډله ییزه توګه سزا ورنه کړي.