سویلي آسیا

په پاکستان کې ناپېژانده وسله والو شپږ تنه ووژل

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ناپېژانده وسله والو په برید کې شپږ تنه مړه او دوه نور ټپیان شول.

پولیسو ویلي چې قربانیان د یوه خصوصي ودانیز شرکت کارکوونکي وو چې د شنبې ورځې په سهار د وسله والو له خوا د دې ولایت د مرکز کوټې ښار په سویل تربت سیمه کې پرې برید وشو. تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګتي وايي: «غواړم ووایم چې کوم بلوچ کوم پنجابي نه بلکې ترهګرو پاکستانیان شهیدان کړي دي. هر څومره چې دا عمل وغندو، بیا هم لږ دي.»

د پاکستان بلوچستان ایالت په تېرو دوو لسیزو کې د بلوچستان د آزادۍ غوښتونکي پوځ له خوا چې یوه بېلتون غوښتونکې ډله ده، له تاوتریخوالي سره مخ دی.

په تېرو وختونو کې بلوچ بېلتون  غوښتونکو وخت ناوخت پر پنجابیانو او سندیانو دې ته ورته بریدونه کړي دي.

دا په داسې حال کې دي چې په پاکستان کې په وروستیو میاشتو کې د ترهګرو ډلو په تېره بیا داعش او د پاکستاني طالبانو تحریک له خوا د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره مخ دی.