نړۍ

د نښتې په اتمه ورځ د اسراییلو له‌خوا پر غزې د بمبارۍ دوام

د اسراییلو پوځ له حماس سره د نښتې په اتمه ورځ پر غزې تړانګې بمبارۍ ته دوام ورکړی دی.

دغه هېواد د جمعې په ورځ د غزې په شمال کې ۱،۱ میلیون فلسطینیانو ته ۲۴ ساعته وخت ورکړ چې د دې ښار سویل ته ولاړ شي.

رویټرز خبري آژانس رپوټ ورکړی چې اسراییل نیت لري پر غزې تړانګې ځمکنی برید وکړي.

د اسراییلو پوځ له تېرې شنبې راهیسې پر اسراییلو د حماس د بریدونو په ځواب کې چې له امله یې ۱۳۰۰ اسراییلیان ووژل شول، پر غزې تړانګه کې هوايي بریدونه پيل کړي دي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې دا بریدونه یوازې د حماس په وړاندې د خوابي بریدونو پيل دی.

اسراییلو همداراز د غزې تړانګه چې کابو ۲،۳ میلیونه اوسېدونکي لري، په بشپړه توګه کلابنده کړې ده.

د غزې د چارواکو په وینا، تراوسه پر دغه ښار د اسراییلو په بریدونو کې لږترلږه ۱۹۰۰ تنه وژل شوي دي.

له بلې خوا، حماس ډلې ویلي چې د ژوند تر وروستۍ شېبې به له اسراییلي ځواکونو سره وجنګېږي او د غزې له اوسېدونکو یې هم غوښتي چې په خپلو کرونو کې پاتې شي.