نړۍ

په هند کې د یوه اورګاډي د چپه کېدو له امله څلور تنه مړه او اتیا ټپیان شول

د هند په بیهار ایالت کې د یوه اورګاډي د چپه کېدو په پېښه کې لږترلږه څلور تنه مړه او کابو اتیا نور ټپیان شول.

رویټرز خبري آژانس د هندي چارواکو له قوله رپوټ ورکړی چې د نارت ـ ایست اکسپرس مسافروړونکي اورګاډي ۲۱ واګونونه د چهارشنبې ماسخوتن ۹:۳۵ دقیقې ددې ایالت په بوکسار سیمه کې له کرښې بهر شوي دي.

ددغه راپور له مخې، ددې اورګاډي درې واګونونه له رېل کرښې له وتلو وروسته چپه شوي دي.

تراوسه ددې پېښې لامل نه دی روښانه شوی.

ځايي رسنیو رپوټ ورکړی چې څو مسافروړونکو او باروړونکو اورګاډو ددې پېښې له امله خپله لاره بدله کړې ده.

د هند د رېل لارې وزیر آشویني وایشناو پر ایکس ټولنیزه شبکه ویلي چې د ژغورنې او پاکولو عملیات بشپړ شوي دي.