افغانستان

د خوراکي توکو، جامو او سرپناه د کمښت په اړه د زنده جان د اوسېدونکو او مرستندویه ډلو شکایت

د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې یو شمېر قربانیان او مرستندویه ډلې د خوراکي توکو، جامو او سرپناه له نشتوالي شکایت کوي.

که څه هم لسګونه کورنیو بنسټونو، شرکتونو او یو شمېر هېوادونو د دغې پېښې له قربانیانو سره سلګونه میلیونه افغانۍ مرسته کړې، خو د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکو کافي مرستې نه دي تر لاسه کړې.

د «ورلډ ویژن» مؤسسې یو چارواکی وايي، چې د سرپناه د نشتوالي له امله د دې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي لا هم په کنډوالو کې شپې ورځې تېروي او کافي اوبو او ډوډۍ ته هم لاسرسی نه لري.

له یوې خوا خلک له خاورو او کنډوالو مړي راباسي او له بله پلوه داسې خلک وینو چې په داطلبه توګه د قبرونو کیندلو په حال کې دي.

عبدالستار یو له دغو رضاکارانو دی چې وايي په ۲۴ ساعتونو کې یې ۳۰ مړي خاورو ته سپارلي، داسې کسان چې خپلوان یې هم معلوم نه دي.

نوموړی زیاتوي: «د سهار پنځه بجې وې چې دلته راورسېدم، تر اوسه مې ۳۰ مړي ښخ کړي، دغه ټول قبرونه کیندل شوي، تر ۵۰۰ ډېر قبرونه کیندل شوي دي.»

 هغه سخته شېبه چې له خپلوانو سره د تل لپاره خدای په اماني کوي.

د زنده جان ولسوالۍ يوه برخه اوس په کنډواله او بله برخه يې په هغو هديرو بدله شوې، چې د ډېرو مړو هويت یې نه دی په ډاګه شوی، خو يو څه چې دلته ليدل کېږي پر ډېرو قبرونو د طالبانو بيرغونه دي.

دلته لږ کسان دوی ته د مرستې رسولو په بهیر کې د نیمګړتیاوو په اړه خبرې کولی شي.

د زنده جان یو زیانمن عزیزالله وايي: «موږ همداسې ځپلي یوو او حیران پاتې یو چې دولت به اوس له موږ سره څه مرستې کوي؟»

Earthquake-affected Zinda Jan district in Herat. File photo.

دلته مرستندویه مؤسسې هم لیدل کیږي، دوی وايي چې بې کوره خلک پر خاورو شپې ورځې تېروي.

د ورلډ وېژن بنسټ کارکوونکی محمد اعلم وايي: «ریښتیا هم مرګ ژوبله ډېره ده، په کوم ډول چې باید له خلکو سره مرسته وشي هغسې نه ده شوې. موږ ډېری بې کوره خلک وینو چې په خاورو کې ناست دي او د اوسېدو ځای نه لري.»

دلته د بې درکه شويو کسانو د موندلو لړۍ روانه ده، د ژغورنې ډلې چې ځايي خلک او غير مسلکي بشري ځواک دی، په تېرو څلورو ورځو کې په دې توانېدلي چې یو شمېر کسان له خاورو را وباسي.

دوولس کلن ناصر یو له دغو ژغورل شویو څخه دی.

د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکی ناصر وايي: «موږ په کور کې ناست وو چې کور په موږ راپرېوت.»

په دې ځای کې ګرځنده طبي ټیمونه هم فعالیت لري ترڅو له ژغورل شویو وګړو سره طبي مرستې وکړي.

یو ډاکتر محمد علي وايي: «تر اوسه موږ ته ۳۰ ټپیان او ۲۰ مړي راوړل شوي دي.»

زنده جان چې یوازې نوم یې پاتې دی او د دې ولسوالۍ په ځینو برخو کې له دې ویجاړونکې زلزلې وروسته هېڅوک هم ژوندي نه دي پاتې شوي.

اوس دلته د زیانمنو وګړو لاسنیوی ورسره مرسته کول له مهمو غوښتنو څخه ده.