ورزش

افغان کرېکټ لوبډلې په آسیايي لوبو کې د سپينو زرو مډال ترلاسه کړ

د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې د اسیايي لوبو په پایلوبه کې د شنبې په ورځ له هند سره سیالي وکړه.

په دې لوبه کې لومړی افغانستان توپ‌وهنه وکړه او په ۱۸ اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو ۱۱۲ منډې وکړې، خو لوبه د ورښت له امله ودرول شوه او هند د اسیایي لوبو د کرېکټ په برخه کې ډېرو امتیازونو لرلو ته په پام ګټونکی اعلان شو او د سروزرو مډال یې ترلاسه کړ.

د هېواد ملي لوبغاړي به د سپینو زرو له مډال سره افغانستان ته راستانه شي.

Photo: ACB

له بلې خوا، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د هند په کوربتوب د ۲۰۲۳ کرېکټ نړیوال جام په سیالیو کې له بنګله‌دېش سره لوبه وکړه.

په دې سیالۍ کې لومړی افغانستان توپ‌وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې سیالې لوبډلې ته ۱۵۷ منډې هدف وټاکه.

بنګله‌دېش په ۳۵ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په له لاسه ورکولو ۱۵۸ منډې وکړې او افغانستان ته یې ماته ورکړه.

ټاکلې د هېواد ملي لوبډله د اکټوبر پر ۱۵ له انګلستان سره مخامخ شي.