نړۍ

د توغندیو په ویشتلو او په اسراییلو کې په نفوذ سره د حماس پراخ برید

حماس ډلې شنبه سهار په یوه ناڅاپي برید کې د اسراییلو ارامتیا له منځه یوړه.

د راپورونو له مخې، د حماس ډلې پوځي برخې د اسراییلو په لور کابو ۲۵۰۰ توغندي وتوغول او وروسته یې ځواکونه اسراییلي ښارګوټو ته دننه شول.

حماس د تصویرونو په خپرولو ادعا کړې ده، چې د اسراییلو یو پوځي مرکز یې تر خپل کنټرول لاندې راوستی او یو شمېر اسراییلي سرتېري یې هم نیولي دي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د برید له پیل څخه څو ساعته وروسته اعلان وکړ، چې اسراییل د جګړې په حال کې دی.

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو وايي: «د اسراییلو وګړو موږ په جګړه کې یو، په عملیاتو یا شاوخوا جګړه کې نه، بلکې د جګړې په حال کې یو. نن سهار حماس د اسراییلو دولت او وګړو پروړاندې یو مرګونی برید وکړ. موږ د سهار له لومړنیو ساعتونو راهیسې په جګړه کې وو. ما د امنیتي بنسټونو رییسان راوغوښتل او امر مې وکړ، تر هر څه مخکې هغه سیمې چې ترهګرو پکې نفوذ کړی پاکې کړي.»

اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې تر اوسه د حماس په بریدونو کې د اسراییلو ۱۰۰ سرتېري وژل شوي او تر ۹۰۰ زیات ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، د حماس جنګیالیو لسګونه اسراییلي سرتېري او وګړي نیولي دي.

د دې برید په ځواب کې د اسراییلو پوځ هم د غزې ځینې برخې چې د اسراییلو پر لور د توغندیو د توغولو غږونه ترې اورېدل کېدل، بمباري کړي چې په پایله کې یې نږدې ۲۰۰ تنه مړه او څه د پاسه ۱۶۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د غزې اوسېدونکې امل ابودکا وايي: «البته موږ وېرېږو، له هغه څه چې اسراییلیان به یې وکړي وېره لرو. ښايي موږ له ځمکې لیرې کړي، موږ له وېرې وتښتېدو، زه نه شم کولای په خپلو پښو وګرځم، البته وېرېږم، خدای دی موږ له دوی وساتي.»

په همدې حال کې قطر اسراییل د نن ورځې د تاوتریخوالی عامل ګڼلی، خو ترکیه او سعودي عربستان د دواړو لوریو له خوا د تاوتریخوالي د درولو غوښتنه کړې ده.

یو شمېر اروپايي هېوادونو په ځانګړې توګه هند د حماس برید «ترهګریز» بللی او غندلی یې دی.