نړۍ

په مکسیکو کې د مسافروړونکي بس د ټکر په پېښه کې ۱۶ تنه مړه او ۲۷ تپیان شول

د مکسیکو په سویل کې د یوه مسافروړونکي بس د ټکر له امله شپاړس تنه مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

ددغه هېواد چارواکو ویلي چې ددې پېښې قربانیان د وینزویلا او هایتي کډوال وو.

دا پېښه په اواکساکا ایالت کې شوې چې په مړو کې دیارلس نارینه، دوې مېرمنې او درې ماشومان شامل دي.

په سیمه کې یوه سیمه‌ییزه مرسته رسوونکی جولیان وايي: «موږ د روغتیايي خدماتو غړي یو، د سهار په ۴:۴۰ دقیقو یې موږ ته د پېښې په اړه اعلان وشو، لس دقیقې وروسته لومړنی امبولانس راورسېد، ګڼ کسان ټپیان وو، له ۲۵ زیات وو.»

ویل کېږي چې ۲۷ ټپیان د سیمې نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي، خو هویت یې تراوسه نه دی روښانه شوی.

د مکسیکو د چارواکو په وینا، دا بس د نوموړي هېواد په مرکز کې د اواخاکا او پویبلا ایالت پر لویه لار له سړک څخه اوښتی دی.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي ځانونه د متحده ایالتونو او مکسیکو پولو ته ورسوي ترڅو امریکا ته د ورتلو لاره پيدا کړي.

دا کډوال هڅه کوي په بسونو، بار وړونکو موټرو او یا اور ګاډو کې له مکسیکو څخه ووځي.