نړۍ

له ایران نرګس محمدي د سولې نوبل جایزې ګټوونکې شوه

د نوبل د سولې کمیټې د ۲۰۲۳ کال د سولې نوبل جایزه د بشري حقونو ایرانۍ فعالې نرګس محمدي ته چې دا مهال په زندان کې ده، ورکړه.

د نوبل د سولې کمیټې د ۲۰۲۳ کال د سولې نوبل جایزه د “ښځه، ژوند، ازادي” له شعار سره نرګس محمدي، د بشري حقونو ایرانۍ فعالې ته چې اوس مهال په زندان کې ده، ورکړه.

دې کمیټې ټینګار کړی چې اغلې محمدي د هغې “مبارزې، د بشري حقونو د ودې او د ټولو لپاره ازادي” له امله د نوبل د سولې جایزې وړ ده.

بریت ریس اندرسن، د نوبل کمېټې مشره وویل: «ښځه، ژوند، ازادي! د ناروې د نوبل کمیټې پریکړه کړې چې نرګس محمدي ته به د ۲۰۲۳ کال د سولې نوبل جایزه په ایران کې د ښځو پر وړاندې د ظلم پر وړاندې د مبارزې او د ټولو لپاره د بشري حقونو او ازادۍ د ترویج په خاطر ورکړي، د هغې زړورې مبارزې ډېر شخصي لګښتونه له ځانه سره لرل.»

د نوبل کمېټې ویلي چې نرګس محمدي د بشري حقونو د فعالیتونو له امله ۱۳ ځلې د ایران د حکومت له خوا نیول شوې ده. 


په وروستیو کې، هغه د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې ونیول شوه او په ۳۱ کاله بند محکومه شوه. 
د مېرمن محمدي مېړه، تقي رحماني وايي، د نوبل د جایزې ورکول به د نرګس محمدي هوډ لا زیات کړي چې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو لپاره لا ډېر کار وکړي.

نرګس محمدي په ایران کې د شیرین عبادي په مشرۍ د بشري حقونو د مدافعینو د مرکز مرستیاله ده. شیرین عبادي هم په ۲۰۰۳ کال کې د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړې وه.


نرګس محمدي له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د ایران د حکومت له سختو منتقدینو څخه وه. هغې د سیاسي بندیانو، مذهبي لږکیو د حقونو او د ایران د حکومت له خوا د اعدام د لغوه کولو لپاره غوښتنه کړې ده.