سوداګري

طالبانو له افغانستانه د وسپنې صادرات منع کړل

د طالبانو د مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو د رییس الوزرا د حکم پر اساس له هېواده د هر ډول وسپنې صادرول منع دي.

په خبرپاڼه کې د طالبانو امنیتي منسوبینو ته سپارښتنه شوې چې د قانوني اسنادو له کتلو وروسته د هېواد سوداګرو او صنعتکاراتو ته د مالونو د لېږدولو اجازه ورکړي.

د دې خبرپاڼې پر بنسټ، هېواد ته وارد شوي توکي باید ګمرکي اسناد ولري او د پرزو کانټینرونه چې بهر ته لېږدول کېږي، باید د ګمرکي اسنادو تایید او د لېږد اجازه ولري.

له بلې خوا، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل.

دغه وزارت اعلان کړی، چې شهاب الدین دلاور له جاو شینګ سره په لیدنه کې د عینک د مسو کان د استخراج پر وړاندې پر شته ننګونو خبرې وکړې.

دغه راز په دې کتنه کې دواړو لوریو د هغو پروژو د چټکتيا په هکله خبرې وکړې چې چين يې د عملي کولو مسووليت په غاړه لري. نږدې یوه میاشت وړاندې، جاو شینګ، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د چین د نوي سفیر په توګه د طالبانو رییس الوزرا ته خپل باورلیک وړاندې کړ.

له هغې وروسته دا لومړی ځل دی چې ښاغلي شینګ په کابل کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم له وزیر شهاب الدین دلاور سره لیدنه او خبرې اترې کړي دي.