ښځې

په داسې حال کې د ښوونکي د ورځې لمانځل چې ډېری ښځینه ښوونکې ښوونځیو ته د تلو اجازه نه لري

کندهار کې د نجونو یو درسي ټولګی

د ښوونکي ورځې له رارسېدو سره هم‌مهاله، ښځینه ښوونکې وايي چې طالبانو یې د کار مخه نیولې او دوی نه شي کولای ښوونځي ته ولاړې شي او خپلو دندو ته دوام ورکړي.

دوی وايي، دا ورځ د دوی د ژوند تر ټولو سخته ورځ ده، چې ښوونځي ته د تلو او ښوونکي ورځې د لمانځلو پر ځای په خپلو کورونو کې بندې پاتې دي او ښوونځيو ته هم د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

ښځینه ښوونکې وايي، چې دا یې په ژوند کې ترټولو سخته ورځ ده، چې ښوونځي د تلو او د دې ورځې د لمانځلو پر ځای کور کې بندې پاتې دي او ان ښوونځي ته د تلو اجازه هم نه لري.

خو د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست د ښوونکي د ورځې په مناسبت په اماني لېسه کې د جوړې شوې غونډې پرمهال د نجونو او ښځینه ښوونکو د زده کړو او کار له یادولو پرته د پوهنې د کیفیت پر لوړولو ټینګار وکړ.

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر حبیب‌الله اغا وايي: «که محترم استادان هڅه وکړي چې زده کوونکو ته په کیفیت سره درس ورکړي، دا زده کوونکي به په راتلونکي کې افغانستان له مجبوریته وژغوري.»

خو ښځينه ښوونکې د طالبانو پر ښځو ضد سياستونو نيوکه کوي او وايي چې ښځينه ښوونکو ته بايد اجازه ورکړل شي چې ښوونځيو ته ولاړې شي او کار وکړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال له ښوونکو غواړي چې له پخوا څخه زیات کار وکړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي: «زموږ له ګرانو ښوونکو څخه غوښتنه دا ده چې معلمي یوازې د یوې دندې په توګه ونه ګڼي، بلکې د یوه ستر مسؤلیت په توګه یې وپېژني.»

په تېر حکومت کې د دوه سوه زرو ښوونکو له ډلې څلوېښت سلنه یې ښځې وې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې په افغانستان کې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

هغه ښوونکې چې ډېری یې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.