نړۍ

په ټایوان کې توفان ۱۹۰ تنه ټپیان کړل

د پنجشنبې په ورځ د ټایوان په سویلي سیمو کې سخت توفان تراوسه ۱۹۰ تنه ټپیان کړي دي.

ددې ټاپو چارواکو ویلي چې «کوینو توفان» چې سخت ورښت او بادونه ورسره وو تراوسه یې ځاني تلفات نه دي لرلي.

دغه توپان د میلیونونه وګړو د کار او زده کړو بهیر ګډوډ کړی او خلکو د توفان لپاره احتیاطي تدابیر نیولي دي.

د پنجشنبې په ورځ د ټایوان ډېری ښارونه تړلي وو.

کوینو چې په جاپاني ژنه د سپي د بچي په معنی دی، په ساعت کې ۲۵۲ کیلومتره بادونه یې تولید کړي او ویل کېږي د ټایوان تنګي له تېرېدو او چین ته په داخلېدو سره به یې چټکتیا کمه شي.