ښځې

د بشري حقونو د څار بنسټ د افغانستان اړوند ناستو کې د ښځو پر بشپړ او برابر ګډون ټینګار وکړ

د بشري حقونو د څار بنسټ په هغو ناستو کې چې د افغانستان په اړه ترسره کېږي د افغان مېرمنو د بشپړ، برابر او معنی لروونکي ګډون غوښتنه کړې ده.

دغه بنسټ د ښځو د مدني ټولنې، سولې او امنیت ټولنې پرانیستی لیک په ایکس ټولنیزه شبکه خپور کړی او ټینګار یې کړی چې د برابر ګډون موخه په دغو ناستو کې د ۵۰ سلنه افغان ښځو ګډون دی.

د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو د حقونو برخې مرستیاله هیډر بار وایي چې افغانستان په نړۍ کې د ښځو حقونو په وړاندې تر ټولو جدي ناورین سره مخ دی او باید ددغه هېواد مېرمنې په هر ډول خبرو کې چې د افغانستان د راتلونکي په هکله ترسره کېږي، ګډون وکړي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو حقونو برخې مرستیاله هیدر بار وايي: «له دې امله چې افغانستان په نړۍ کې د ښځو حقونو له تر ټولو جدي ناورین سره مخ دی، افغان مېرمنې باید د خپل هېواد د راتلونکي په هر بحث کې د مذاکرې پر مېز حضور ولري.»

دغه لیک د ملګروملتونو په آدرس او د ښځې، سوله او امنیت په نوم ناستې له ترسره کېدو مخکې خپور شوی دی.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په څلرویشتمه په نادولتي بنسټونو کې د ښځو کار کول منع کړل.

۲۸ کلنه ناهید له هغو زرګونه ښځو څخه ده چې د مېرمنو د کار د مخنیوي په اړه یې د طالبانو د مکتوب له خپرېدو وروسته خپله دنده له لاسه ورکړې ده.

هغه وايي چې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو یوازینۍ برابروونکې وه.

اوسمهال په افغانستان کې ښځې او نجونې د زده کړو، کار او نورو بنسټونو حقونو بې برخې دي.

د طالبانو دغو محدودیتونو د مرستندویه بنسټونو پر بشردوستانه مرستو هم ناوړه اغېزه کړې ده.