روغتیا

د ډاکترانو پر شفري نسخو د یو شمېر هېوادوالو نیوکه

په تخار ولایت کې یو شمېر ډاکټران د زیاتو ګټو د ترلاسه کولو لپاره ناروغانو ته شفري نسخې لیکي.

د تخار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغو ډاکټرانو درمل یوازې د دوی د خوښې په درملتونونو کې پیدا کېږي او نور درملتونونه د دغو نسخو د لوستلو توان نه لري.

له دې سره هم مهاله د درملو یو شمېر پلورونکي ټینګار کوي چې دوی هره ورځ له دا ډول ګڼو نسخو سره مخ کېږي.

د تخار ولایت یو شمېر اوسېدونکي د ډاکټرانو پر شفري نسخو نیوکه کوي او زیاتوي، چې له یوې خوا دوی د فقر او بېکارۍ له ستونزې سره مخ دي او له بلې خوا ډاکټران د شفري نسخو په لیکلو خلک له ستونزو سره مخ کوي.

دغه اوسیدونکي په دې باور دي چې د دا ډول نسخو درمل یوازې د ډاکټر د خوښې په درملتون کې پیدا کیږي.

د تخار اوسېدونکی عزت الله وايي: «موږ بې وزله خلک یو، کله چې ډاکتر ته ورځو، لومړی سم تشخیص نه کېږي او همداراز هغه درمل چې دېرش افغانۍ بیه ولري پر موږ یې په سل پلوري.»

حبیب الله له یوه کال راهیسې د معدې تکلیف لري.

د تخار دغه اوسېدونکی وايي، ډاکټران ډېر درمل ورکوي او تر اوسه دغو درملو ښه پایله نه ده ورکړې.

نوموړی د درملو په ټیټ کیفیت هم نیوکه کوي.

حبیب الله زیاتوي: «زه د معدې په ناروغۍ اخته یم، خو کله چې ډاکتر ته ورځم شفري نسخه راکوي او درمل په دوه برابره بیه پلوري په داسې حال کې چې په نورو درملونونو کې باکیفیته درمل په ټیټه بیه موندل کېږي خو ډاکتران موږ اړ باسي چې د دوی له درملتونه درمل واخلو.»

یو شمېر درمل پلورونکي وايي، چې دوی هره ورځ له ګڼو شفري نسخو سره مخ کېږي او ناروغ لرونکي له دغه ډول نسخو سره له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

یو فارمېسېسټ عصمت الله وايي: «په داسې حال کې چې خلک بې وزله دي او په لوړه بیه د درملو پېرلو وس نه لري، خو ډاکتران شفري نسخې لیکي چې په نورو درملتونونو کې نه موندل کېږي او د عامې روغتیا له ریاسته مو غوښتنه دا ده د هغو ډاکترانو مخه ونیسي چې شفري نسخې لیکي.»

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې نږدې ۸۰۰ زره ماشومان د بې وزلۍ له امله د خوارځواکۍ له سخت ګواښ سره مخ دي او که له دغو ماشومانو مالي ملاتړ ونه شي، خپل ژوند به له لاسه ورکړي.