نړۍ

ملګري ملتونه: تراوسه څه د پاسه سل زره تنه له قره‌باغ سیمې ارمنستان ته کډه شوي

د ملګروملتونو د کډوالۍ ادارې اعلان کړی چې د غرني قره باغ له ۱۲۰ زره کسیز نفوس څخه څه د پاسه سل زره یې د تېرې اونۍ په بهیر کې ارمنستان ته تللي دي.

نوموړې ادارې د هغو ارمنیانو د تصویرونو په خپرولو چې له قره باغ څخه وځي، ویلي ډېری دا وګړي د ارمنستان په سویل کې سیونیک سیمې ته رسېدلي دي.

ارمنۍ کډواله مارین وايي: «نن ایروان ته ځو ترڅو د استوګنې ځای د موندلو لپاره نوم لیکنه وکړو، موږ څلور کسان یو، زه باید د خپلې کوچنۍ لور پالنه وکړم.»

یوه بله ارمنۍ کډواله وايي: «ډېره ګرانه وه، ۲۶ تر ۲۹ ساعته موږ مزل وکړ، ګڼه ګوڼه زیاته وه، دې ځای ته رسېدل ګران و، مور مې ناروغه ده او ورور مې بچيان او لمیسان لري، ډېره سخته وه.»

له هغې وروسته چې د آذربایجان پوځ دا سیمه ونیوله د قره باغ ارمنیانو ډله‌ییزې کډې کولو ته مخه کړه.

روسي سوله ساتي ځواکونه هم د لارې په اوږدو کې له هغوی سره مرسته کوي او ډوډۍ، خواړه، اوبه او د موټرو لپاره یې تېل برابروي.

روسی سوله ساتونکی آرتم وايي: «موږ خپل مرسته رسوونکي له هغو ارمنیانو سره د روغتیايي مرستې لپاره استوو چې ورته اړتیا لري، له هغوی سره مرسته کوو. موږ له دوی سره د لارې تر پایه ملګرتیا وکړه او ملکي کارکوونکو ته مو وسپارل.»

غرنی قره باغ په تېرو درېيو لسیزو کې د آذربایجان دولت له واکه بهر و. د باکو ځواکونو دوې اونۍ مخکې په یوه ګړندي برید کې دا سیمه ونیوله.

که څه هم باکو ژمنه کړې چې په قره باغ کې میشتو ارمنیانو سره به ددغه هېواد د وګړو په شان چلند وشي، خو د دې سیمې ارمنیان د ځورولو، تعقیب او قومي تصفیې له وېرې د ډله‌ييزې کډې کولو پرېکړه وکړه او ارمنستان ته ځي.