نړۍ

په انقره کې د ترکیې کورنیو چارو وزارت ته څېرمه چاودنه

رسنیو په انقرې ښار کې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د ودانۍ په مخکې د چاودنې خبر ورکړ.

ترکي رسنیو اعلان کړی چې د کورنیو چارو وزارت ودانۍ ته نږدې د چاودنې غږ له اورېدو وروسته سیمې ته ورغلې لارې وتړل شوې.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وویل د انقرې په مرکز کې دې وزارت ته نږدې ترهګر برید وشو او دوو بریدګرو چې غوښتل یې د پولیسو مرکز او د پارلمان ودانۍ ته نږدې بمي چاودنه وکړي.

د هغه په وینا دوو ترهګرو چې په موټر کې سپاره وو کورنیو چارو وزارت ته نږدې یې چاودنه وکړه چې یوه ترهګر ځان ته چاودنه ورکړه او دوهم برید شنډ شو. له ترهګرو سره په نښته کې دوه پولیسو لږ ټپیان شول.  

ویل شوي له چاودنې مخکې په سیمه کې د ډزو غږ هم اورېدل شوی دی.