نړۍ

په سوډان کې وسله‌والو نښتو ۵،۵ میلیونه وګړي بېځایه کړي دي

د کډوالۍ نړیوال سازمان راپور ورکړی چې په سوډان کې له وسله والې نښتې وروسته ۵،۵ میلیونه کسان بېځایه شوي دي.

د دغه راپور له مخې، ۴،۳ میلیون تنه یې د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې بېځایه شوي او کابو ۱،۲ میلیونه نورو د مصر، چاد او سوډان په شان ګاونډیو هېوادونو ته پناه وړې ده.

د سوډان د پوځ او چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ نښتې د روان زېږدیز کال د اپریل په ۱۵مه پيل شوې او تراوسه پای ته نه دي رسېدلې.