سوداګري

د پاکستان سوداګرۍ خونې د سوداګریزې هوکړې په اړه له افغانستان سره د خبرو غوښتنه وکړه

انځور: ارشیف

د پاکستان د سوداګرۍ خونې د دغه هېواد له حکومته غوښتي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ پر تړون خبرې وکړي.

دغې شورا ادعا کړې چې پاکستان ته د افغان سوداګرو له خوا مالونه قاچاق کېږي او د مالیې له ورکړې تېښته کوي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دا مسله د پاکستان سیمه ایزو صنایعو ته زیان رسوي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه دا ادعا ردوي او وايي، چې پاکستان حتی په قصدي توګه د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو د حاصلاتو په موسم کې خپلې رسمي پولې تړي.