افغانستان

امنیت شورا د افغانستان په هکله ځانګړې ناسته ترسره کړه

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړې استازې د ملګروملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ او د ځینو موندنو له مخې یې د ناوړه بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

رزا اوتونبایوا وايي: «د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه یې څلورم درې میاشتنی راپور، د نورو موندنو ترڅنګ د څه د پاسه ۵۰۰ مرکو پر بنسټ، ۴۶ سلنه ښځو ویلي چې طالبان باید په هر ډول شرایطو کې په رسمیت ونه پېژندل شي. دا تر ډېره د کورني مشروعیت په هکله د برحاله چارواکو ادعاوې کمزورې کوي.»

د ملګروملتونو ځانګړې استازې په افغانستان کې د ټولګډونه دولت پر جوړېدو په ټینګار سره له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړې استازې زیاتوي: «۲۸ سلنه له ۳،۲ سلنې غوښتنه شوې، ډېری پروګرامونه مخکې د کمې بودیجې له امله تړل شوي، ژمی په چټکۍ سره د نږدې کېدو په حال کې دی او د ډېری وګړو ژوند له خطر سره مخ دی. دا په دۍ معنی دي چې ۱۵،۲ میلیونه افغانان په اوسني وخت کې له خوراکي نه خوندیتوب سره مخ دي او په راتلونکو میاشتو کې به د قحطۍ په لور ولاړ شي.»

ددې ناستې په دوام د ملګروملتونو د ښځو برخې مسووله په افغانستان کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

د ملګروملتونو د ښځو برخې مسووله سیما باهاوس وايي: «ښځې موږ ته وايي، د دوي په ژوند کې له پراخو محدودیتونو سره پر مخ کېدو سربېره، دا محدودیتونه زیات او په سختۍ سره لګول کېږي، له هغې جملې د کورنۍ د نارینه غړو له خوا، ځکه طالبان دوی د هغوی د حکمونو د اجرا لپاره مسوول ګڼي. ددغو محدودیتونو په دوام، د ماشومانو د واده او کار د زیاتوالي شاهدان یو.»

 خو ددغه راز ناستو په اړه د ځینو ښځو نظرونه سره توپير لري.

یو شمېر وايي، دوه کاله کېږي چې ښځې او نجونې له نړۍ پر طالبانو د فشار راوړلو غوښتونکي دي، چې ظاهرا نړۍ ورته پام نه کوي.

ځینې نورې بیا وايي، اوس د خبرو وخت تللی او نړۍ باید له افغان ښځو او نجونو د ملاتړ دریځ په عمل کې ثابت کړي.

په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو په بیاځلې واکمنېدو سره، ښځې او نجونې د طالبانو له سختو محدودیتونو سره مخ شوې دي. له زده کړو نیولې د کار او ګرځېدو تر محدودیت پورې.

د ملګروملتونو د کارپوهانو په ګډون ګڼ شمېر کسان په دې باور دي، هغه څه چې طالبان یې د ښځو او نجونو په وړاندې کوي، کېدای شي جنسیتي اپارتاید یا جنسیتی تبعیض او بېلولو په توګه وګڼل شي.