روغتیا

له پنځو کلونو کم عُمره څه د پاسه ۱۱ میلیونه ماشومانو ته به ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي

انځور: د عامې روغتیا وزارت

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د ملګروملتونو په همکارۍ په ټول افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین د سراسري کمپاین د پیلولو خبر ورکړ.

ددغه کمپاین موخه په ټول هېواد کې ۱۱ میلیونه له پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکول دي.

ټاکل شوې په دغه کمپاین کې له شپږ تر ۵۶ میاشتنیو ماشومانو ته ویټامین A کپسول ورکړل شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر قلندر بعاد ویلي: «موږ ژمن یو چې د خپلو شریکانو په همکارۍ په افغانستان کې ګوزڼ ناروغي له منځه یوسو.»

پولیو یا ګوزڼ ویروسي ناروغي ده چې د درملنې وړ نه ده او یوازې په واکسین سره یې د خپرېدو مخنیوی کېدای شي.

د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ پنځه بېلګې ثبت شوې دي.