ورزش

د آزادې مبارزې افغان لوبغاړي واحد الله نژند خپل پولنډي سیال ته ماته ورکړه

د افغانستان د آزادې مبارزې لوبغاړی واحد الله نژند چې په جرمني کې دی، په د ترکیبي رزمي هنرونو په سیالۍ کې توماش لنګوفسکي ته ماته ورکړه.

دغه ۲۹ کلن افغان لوبغاړي په ۷۷ کیلوګرامه وزن کې تېره شپه په جرمني کې قفس ته ولاړ او خپل پولنډي سیال ته یې ماته ورکړه او بریالی شو.

نژند په لومړي پړاو کې خپل سیال مات کړ او د سبمېشن په حرکت سره یې لنګوفسکي تسلیم کړي.

هغه په خپل مسلکي ژوند کې نهه ځله په قفس کې لوبه کړې او اوه ځله بریالی او دوه ځله یې ماته خوړلې ده.