ورزش

اسیایي لوبې سبا په چین کې پیلیږي

د ۲۰۲۳ کال اسیايي لوبې به د شنبې په ورځ د چین په هانګزو کې پیل او د اکټوبر تر اتمې به دوام وکړي.
د راپورونو له مخې افغانستان په دغو سیالیو کې په ۱۵ ورزشي برخو کې ورزشکاران استولي دي.

په اسیایي لوبو کې به له ۴۵ هېوادونو ۱۲۶۰۰ ورزشکاران برخه واخلي.

د ۲۰۲۳ کال اسیايي لوبې د شنبې په ورځ د چین په هانګژو ښار کې پیلیږي او تمه ده چې د پرانیستې په مراسمو کې یې د چین ولسمشر شي جین پینګ او د سوریې ولسمشر بشار الاسد هم ګډون وکړي.
د افغانستان په ګډون د ۴۵ هېوادونو زرګونه ورزشکاران به په ۴۰ ورزشي برخو کې له یو بل سره سیالي وکړي.
د راپورونو له مخې، افغانستان د ووشو، جوجیتسو، سوک وهنې، کرېکټ، والیبال، لامبو او غېږ نیولو په ګډون په ۱۵ ورزشي برخو کې لسګونه ورزشکاران چین ته لېږلي دي.
افغان لوبغاړو په اسیایي سیالیو کې د ګډون لپاره لازم چمتووالی نیولی دی.

ټاکل شوې په دې اسیایي سیالیو کې ۱۲۵۰۰ ورزشکاران د سپټمبر له ۲۳مې د اکټوبر تر ۸مې پورې ګډون کوي.
په همدې حال کې چین د شمال ختیځ ایالت اروناچل پردیش څخه دریو هندي ورزشکارانو ته چې بیجینګ یې د خپلې خاورې برخه ګڼي، ویزې نه دي ورکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت ويانده مایو نېنګ وایي: «چین د کوربه هېواد په توګه، د هر هېواد د ورزشکارانو هرکلی کوي چې په اسیایي سیالیو کې د ګډون لپاره له قانوني اسنادو سره هانګژو ته راشي. تاسو دې اروناچل پرادیش ته اشاره وکړه، د چین حکومت هیڅکله د اروناچل پرادیش نوم په رسمیت نه دی پیژندلی. د جنوبي تبت سيمه د چين د خاورې يوه برخه ده.»

د ۲۰۲۲ کال ژمني المپیک له سیالیو وروسته اسیايي لوبې تر ټولو سترې ورزشي سیالۍ دي چې په دغه هېواد کې ترسره کېږي.