نړۍ

ارمني بېلتون غوښتونکو استازو له آذربایجان جمهوریت سره خبرې پيل کړې

3770WD-ARMENIA-AZERBAIJAN_TALKS_O_

د پنجشنبې په ورځ د قره‌باغ سیمې د بېلتون غوښتونکو ارمني استازو او اذربایجان ترمنځ د سولې خبرې‌اترې په یولاخ ښار کې پیل شوې.

د اذربایجان پوځ د چهارشنبې په ورځ په یوه ورځنۍ جګړه کې دا سیمه تسلیمۍ ته اړ ایستلې او د دواړو ترمنځ اوربند ټینګ شو.

د اذربایجان ولسمشر الهام علي اوف د قره‌باغ سیمې له نیولو وروسته وویل، اذربایجان خپله بشپړه واکمنۍ ترلاسه کړه او د یوه جلا ارمني قره‌باغ نظریه تاریخ ته وسپارل شوه.

الهام علي اوف زیاتوي: «په اذربایجان کې مېشت ارمني خلک زموږ وګړي دي. ارمني ملي‌پالو، جنګي جنایت‌کارانو، د ارمنستان او قره‌باغ مشرانو دوی په آسانۍ سره یرغمل ونیول او د دوی مغز یې مسموم کړ.»

آذربایجان د سه‌شنبې په ورځ پر دې بېلتون غوښتونکې سیمې عملیات پيل کړل. د راپورونو له مخې په دې عملیاتو کې ۲۷ تنه ووژل شول او تر ۲۰۰ زیات ټپیان دي.

په سیمه کې د روسیې سوله‌ساتو ځواکونو هم تر ۵۰۰۰ زیات ملکيان له زیانمنوونکو سیمو وایستل.

ښاغلي باشینیان د پنجشنبې په ورځ د قره‌باغ موضوع ته له اشارې پرته وویل، چې ارمنستان باید د خپلې خپلواکۍ لپاره له نښتې لیرې واوسي.

د ارمنستان لومړی وزیر نیکول پاشینیان وایي: «په دې شرایطو کې باید سولې ته ارزښت ورکړو او سوله باید د اوربند په توګه رانه‌شي. سوله له دولتي او قومیتي نښتو پرته چاپېریال دی. دا آسانه لار نه ده او موږ باید د خپلواکۍ، د هېواد ساتلو او د راتلونکي لپاره دا لار کچ کړو.»

د ارمني اوسېدونکو قره‌باغ سیمه د نړیوالې ټولنې له خوا د آذربایجان د خاورې په توګه په رسمیت پېژندل کېږي، خو له څو لسیزو راهیسې د ارمنستان په ملاتړ د کورواکه حکومت له خوا اداره کېده.

آذربایجان او ارمنستان تر اوسه دوه ځله د غرني قره‌باغ د واکمنۍ حق پر له یو بل سره جګړه کړې ده.

وروستی ځل دواړو هېوادونو په ۲۰۲۰ کال کې جګړه پيل کړه، چې د ارمني ځواکونو د پوځي ماتې لامل شوه او په پای کې یې د روسیې او ترکیې په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه وکړه.