نړۍ

دوه ایرانیان له امریکايي وګړو سره له تبادلې وروسته تهران ته ورسېدل

دوه ایراني وګړي چې له امریکا سره د بندیانو په تبادله کې خوشې شوي وو، تهران ته ورسېدل.

د تهران له هوايي ډګره په خپرو شويو انځورونو کې ښودل شوي چې مهرداد معین انصاري او رضا سرهنګ پور کَفراني له الوتکې ښکته کېږي او د خپلو کورنیو غړي په غېږ کې نیسي.

ایران د دوشنبې په ورځ د امریکا له خوا د دغه هېواد د پنځو وګړو د خوشې کېدو او په جنوبي کوریا کې د تهران د شپږ میلیارد ډالرو شتمنیو د ازادېدو په بدل کې پنځه امریکايي وګړي له بنده خوشې کړل.

له خوشې شویو بندیانو دوه تنه ایران ته ستانه شول، دوه نور په امریکا کې پاتې دي او پنځم کس بل هېواد ته تللی دی.