افغانستان

د ملګروملتونو سرمنشي: د افغان ښځو او نجونو بشري حقونه د اندېښنو چورلیز دی

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش چهارشنبې ناوخته په خبري ناسته کې وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو پر مسلې به د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې په غونډه کې چې په راتلونکې اونۍ کې جوړېږي، بحث وشي.

ښاغلي ګوتریش ویلي: «په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو مسله په بشپړ ډول د اندېښنو چورلیز دی او هغه موضوع ده چې په اجنډا کې به وي.

دا په داسې حال کې دي چې په تېرو ورځو کې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا په خپلو دوو ناستو کې په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

تازه د افغانستان د ښځو حقونو او بشري حقونو یو شمېر فعالانو په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د خوړو اعتصاب کړی او په افغانستان کې یې د جنسیتي اپارتاید غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته دوي د افغان ښځو او نجونو پر شخصي او ټولنیزو حقونو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو لومړی له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع کړې او وروسته یې د دوی پر مخ پوهنتونونه هم وتړل او د کار کولو حق یې ترې واخیست. اوس افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې یې د زده کړو او تحصیل حق نه لري.