افغانستان

د بامیانو لپاره د طالبانو والي: په بند امیر کې به د ښځو لپاره ځانګړی ځای جوړ شي

په بامیان کې د طالبانو والي عبدالله سرحدي ملي ټلویزیون ته ویلي: «هغه ښځې چې بند امیر ته راتلې بې حجابه وې.»

هغه وايي چې د بامیان اوسېدونکي هم په خپل ولایت کې د بې حجابۍ د مخینوي غوښتونکي دي.

دغه طالب چارواکي زیاته کړې چې په راتلونکي کال کې به د بند امیر یو بند ښځو ته ځانګړی کړي چې د پولیسو، ساتونکو او هوټل لروونکو په ګډون یې ټولې کارکوونکې ښځې وي.

دا په داسې حال کې دي چې څه موده مخکې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر بامیان ولایت ته په سفر کې بند امیر ته د ښځو ورتلل منع اعلان کړل. دا پرېکړه د نړۍ له توندو غبرګونونو سره مخ شوه.

د طالبانو دا پرېکړه د بامیان ولایت د یو شمېر اوسېدونکو له مخالفت سره هم مخ شوه.

همداراز، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکي ریچارد بنت هم بند امیر پارک ته د ښځو د ورتلو د مخنیوي په اړه د طالبانو د توضېح ورکولو غوښتونکی شو.

خو طالبانو تراوسه دا محدودیت نه دی لغوه کړی.