افغانستان

په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت د بشري حقونو شورا د ناستې د ګډون والو توندې نیوکې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۴مه ناسته کې له بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو د سرغړونې په تړاو د طالبانو پر کړنو نیوکه وشوه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنر په دې ناسته کې وايي، سره له دې چې طالبانو عمومي بښنه اعلان کړه، خو تر اوسه افغانستان کې وژنې، شکنجه او خپلسرې نیونې روانې دي.

ولکر تورک زیاتوي چې ملګرو ملتونو د مخکیني حکومت د کارکوونکو او پوځیانو پروړاندې له بشري حقونو سرغړونې مستند کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنر ولکر تورک وایي: «په افغانستان کې بشري حقونه د له منځه تلو په حال کې دي او د میلیونونه ښځو، نارینه‌وو، نجونو او هلکانو پر ژوند اغېزه کوي. په دې هېواد کې د بشري حقونو تر پښو لاندې کول یوه نوې ښکارنده نه ده، څو لسیزې جګړه په دې مانا ده چې افغانستان په نوي تاریخ کې له تاوتریخوالي او بې‌عدالتی سره اشنا دی. په تېرو دوو میاشتو کې د طالبانو خوځښتونه د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر ازادیو سیستماتیک برید دی او هغوی یې د عمومي او ورځني ژوند له ډېری برخې لیرې کړې دي.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر د دې سازمان د بشری حقونو شورا په ناسته کې له یوه بشري او اقتصادي ناورین سره د افغانستان له مخامخ کېدو اندېښنه څرګنده کړې.

د افغان مېرمنو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې د طالبانو له خوا د ښځو ځپل او د دوی پروړاندې دوه‌ګونی چلند په نړۍ کې د بشري حقونو ترټولو جدي وضعیت ګڼي او وايي ترڅو چې طالبان د ټولو افغانانو پر حقونو ونه‌درېږي او د ښځو او نجونو پرضد خپل فرمانونه پایته ونه‌رسوي، د اړیکو د عادي کولو لپاره به کومه لاره نه وي.

د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي: «د ښځو او نجونو پروړاندې دوه‌ګونی چلند او د افغانانو ځپل نړۍ کې د بشري حقونو ترټولو جدي وضعیت دی چې نن ورسره مخامخ یو. دا همدارنګه یوه اقتصادي، امنیتي او د ثبات موضوع ده چې د هر هېواد لپاره چې د یوه امن، باثباته او سوکاله افغانستان په لټه کې دی ارزښتناکه ده.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی افغانستان کې د ښځو او نجوونو پروړاندې د طالبانو پر محدودیتونو نیوکه کوي او په دې باور دی چې دغې موضوع د افغانستان پر بشري او اقتصادي ناورین ناوړه اغېزه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی نصیر اندېشه وايي: «دې راپور هغه محدودیتونه چې پر ښځو په ځانګړي ډول د زده‌کړو او کار په برخه کې لګول شوي هم په ګوته کړي چې پر بشري او اقتصادي ناورین یې د پام وړ اغېزه کړې ده، دومره چې کورنۍ په تېره بیا هغه کورنۍ چې مشري یې د ښځو پرغاړه ده، لا زیاتې له بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان کړې دي.»

له بلې خوا، د بریتانیا او روسیې په ګډون د یو شمېر هېوادونو استازو افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت نیوکه کړې ده.

د پاکستان او روسیې استازو افغانستان کې د نجونو او ښځو زده‌کړې مهمې بللې دي.

د روسیې استازی زیاتوي: «د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی، له منځنۍ دورې او لوړو زده‌کړو د نجونو او ښځو بې‌برخې کېدو په اړه؛ دا د مډرنې ټولنې او پرمختګ لپاره اړینه ده او ډاډمن یو چې کابل به ډېر ژر د وضعیت د ښه کولو لپاره د اړتیا وړ اقدامات وکړي. موږ یادونه کوو چې امریکا او ملاتړي یې هڅه کوي له افغانستان سره بشردوستانه مرستې سیاسي کړي.»

طالبانو تر اوسه د دې ناستې پروړاندې غبرګون نه دی ښودلی، خو تل یې افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونه رد کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنر په دې ناسته کې په خپل راپور کې ویلي، چې افغانستان کې د رسنیز کار لپاره ټول قوانین ځنډول شوي دي.