له نن دوه ویشت کاله وړاندې د سپټمبر په یوولسمه د القاعدې بریدګرو د امریکا په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز ودانۍ په نښه کړې.
امریکا د القاعدې او طالبانو د ځپلو لپاره د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پیل کړه. خو له دوو لسیزو وروسته له طالبانو سره په تړون کولو له افغانستانه ووت. له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل یو ځل بیا واک ته د طالبانو د رسېدو لامل شول. خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپورونه ښيي چې د طالبانو او القاعدې اړیکې لا هم پر ځای پاتې دي.
د القاعدې ۱۹ بریدګرو د امریکا په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز ودانۍ په نښه کړې. نږدې درې زره تنه مړه او شاوخوا درې زره ټپیان شول.
د متحده ایالاتو ولسمشر جورج بوش وايي: «د امریکا پوځ د القاعدې ترهګرو کمپونو او د طالبانو د رژیم پر پوځي تاسیساتو خپل بریدونه پیل کړل.»
متحده ایالاتو د القاعدې او د هغه د مشر اسامه بن لادن د موندلو لپاره په خپل تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه پیل کړه. په افغانستان کې د القاعدې او طالبانو پر ضد د امریکا په ملاتړ له جوړ شوي حکومت سره اوږه په اوږه.
خو له دغو وژونکو بریدونو لس کاله وروسته اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کال می میاشت کې په پاکستان کې د امریکايي پوځیانو له خوا وژل کیږي.
د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه، له شل کلنې جګړې وروسته، امریکا نور د خپل دښمن پر وړاندې ګوته له ماشې لېرې کوي او خپل دښمن طالبانو ته د دوستۍ لاس ورکوي.
جوبایډن له افغانستانه د خپلو ځواکونو د بشپړ وتلو امر ورکوي؛ د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر تر یوولسمې د بې قید او شرط وتلو.
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن وایي: «د دې وخت دی چې امریکايي پوځیان کور ته راستانه شي.»
د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځهلسمه طالبان په کابل کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورسېدل او د دوهم ځل لپاره یې په افغانستان کې واک ترلاسه کړ.
د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو دوه ویشت کاله وروسته، د ملګرو ملتونو امنیت شورا لا هم له افغانستانه د نړیوالې ترهګرۍ د ګواښ او د داعش او القاعدې په ګډون د طالبانو تر سیوري لاندې د شاوخوا شلو ترهګرو ډلو د شتون او فعالیت په اړه خبرې کوي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د ګواښونو د ارزونې پخوانی رییس آرین شریفي وايي: «نن هم په افغانستان کې څو ډلې شتون لري، په سر کې یې لا هم القاعده ده او نورې هغه ډلې چې له القاعدې سره لاس لري، د دوی په څنګ کې د داعش خراسان څانګه ده چې نن ورځ یې د ګواښ ځواک د افغانستان له پولو ها خوا شته او محسوسیږي.»
د امنیت شورا په وینا، د طالبانو او القاعدې ترمنځ اړیکې د پخوا په څېر ګرمې دي. که څه هم همدا تېر کال ایمن الظواهري په کابل کې د طالبانو د سترګو لاندې ووژل شو او جوبایډن هم د القاعدې په ځپلو کې له امریکا سره د طالبانو د همکارۍ خبره وکړه.
د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وايي: «زما په اند، امریکایان پرته له کومې لاسته راوړنې له سیمې ووتل او هغو ډلو ته چې دوی یې تعقیبول د دوحې د تړون له لارې یې مشروعیت ورکړ. له بده مرغه د هغې اصلي تاوان د افغانستان خلکو ورکړو.»
طالبان د سرتاسري امنیت خبره کوي، سیمه او نړۍ اوس هم د نړیوال تروریزم له ګواښ څخه اندېښمنه، خو د افغانستان خلک د دې بدلونونو اصلي قربانیان دي، ډېرو د طالبانو د رژیم تر سیوري لاندې خپل اساسي حقونه له لاسه ورکړل او لوږه یو ځل بیا ځورونکې ده.