سوداګري

په۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په اړه غونډه

هغه غونډه چې د افغانستان د نړیوال بانک په ملاتړ، د امریکا-افغانستان د سوداګرۍ خونې چې خصوصي سکتور ده، او د افغانستان د سوداګرۍ خونې په ګډون جوړه شوې وه او طالبان ورته بلل شوي وو.

د امریکا او افغانستان د سوداګرۍ خونو پلاوو د افغانستان اقتصادي وضعیت ستونزمن وباله او خبرداری یې ورکړ چې له افغانستان سره د مرستو د کمېدو له امله به د دغه هېواد اقتصادي وضعیت لاپسې خراب شي.

د افغان-امریکا د سوداګرۍ خونې استازی جیفري ګریکو وايي: «د افغانانو لپاره، که په افغانستان کې وو، که په امریکا کې وو، په اروپا او یا د نړۍ په هر ځای کې و، اسانه نه وو.
راتلونکی کال به هم همدومره سخت وي ځکه د افغانستان لپاره د مرستندویانو بودیجه د کمېدو په حال کې ده، هم د بشري خوړو خوندیتوب او هم د نورو بودیجو موضوع په دې مهمه شیبه کې چې افغانستان د بشري موخو لپاره بودیجې ته اړتیا لري. دا زموږ د لیدنې یوه بله برخه ده.»

خو د دې غونډې يو تن تنظيموونکي وويل چې دغه پلاوي له دوو کلونو او شپږو مياشتو هڅو وروسته د امريکا د حکومت په اجازه افغانستان ته رسمي سفر کړى او همدارنګه ټاکل شوې چې د دغه پلاوي يو یو غړی د امريکا کانګرس ته د افغانستان د روان وضعیت په اړه راپور ورکړي.

په هخدې حال کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دې غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په برابرولو سره به د افغان پانګوالو سره سره بهرني پانګوال هم وکولی شي په هېواد کې پانګونه وکړي.

ښاغلي برادر همداراز زیاته کړه چې د طالبانو په راتګ سره په افغانستان کې اقتصادي وضعیت ښه شوی او د خوراکي توکو بیې راټیټې شوې دي.

دغه طالب چارواکي په داسې حال کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو خبره کوي چې د خوړو د نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ په افغانستان کې نږدې ۲۹ میلیونه وګړي کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.

په ورته مهال د کابل په بازارونو کې د یوې بوجۍ اوړو بیه ۱۵۳۰ افغانۍ ده او د هېواد اوسېدونکي د خوراکي توکو د برابرولو له ناتوانۍ شکایت کوي.
له دې ټولو سره سره په دې غونډه کې امریکايي پلاوي طالبانو ته د ورور خطاب وکړ او همدارنګه یې د غونډې د کوربتوب مشري وکړه.