افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له دوه میلیونه وګړو سره د مرستو د درولو خبر ورکړ

دغه سړی بابا کریم نومېږي، کراچۍ لري او د کابل په بازار کې کار کوي. هغه وايي دا یوازینۍ لار ده چې خپلو بچیانو ته یوه نمړۍ ډوډۍ برابروي.

هغه وايي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو مخکې یې د ورځې تر ۳۰۰ افغانیو عاید درلود، خو اوس د ورځې سل افغانۍ هم نشي ګټلای.

نوموړی وایي چې کورنۍ یې په روان کال کې دوه ځله د خوړو د نړیوال پروګرام له خوا ۳۵۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې چې اوس دا مرستې درول شوې دي.

د بابا کریم درې ماشومان معلولین دي. نوموړی وایي، د خوړو د نړیوال پروګرام مرستې یې د کورنۍ لپاره حیاتي دي.

له بلې خوا، د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې د بودیجې د کمښت له امله یې دوه میلیونه نورو وګړو ته هم مرستې درولې دي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مدیرې خبرداری ورکړی چې د بودیجې د پای ته رسېدو په صورت کې به افغانستان له «غمیزې ډک» ژمی ولري.

د خوړو نړیوال سازمان وایي ښايي د دغه بنسټ بودیجه د راتلونکې میاشتې په وروستیو کې پای ته ورسېږي.

دغه سازمان آمو ته وایي که د خوراکي توکو او نقدو پيسو لپاره ورته بودیجه برابره نه شي، په راتلونکي ژمي کې به په لیرې پرتو سیمو کې ۹۰ سلنه اړمن وګړي له خوړو پرته پاتې شي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مدیره هسیاو وي لي وايي: «موږ اړ شوو له ۱۵ میلیون تنو چې واقعا خوراکي مرستو ته اړتیا لري، دیارلس میلیونه یې کم کړو. ۱۵ میلیون تنه مرستو ته اړتیا لری، خو له مارچ میاشتې راهیسې اړ شوو هغوی دیارلس میلیون تنو ته راکم کړو، په مې میاشت کې اړ شوو چې مرستې اته میلیونه وګړو ته راکمې کړو او په دې میاشت کې د دوه میلیونه نورو کسانو مرستې هم بندېږي. دا په دې معنی دي، لس میلیونه وګړي چې مخکې مو مرستې ورته برابرولې، اوس د شپې وږي ویده کېږي.»

د خوړو د نړیوال پروګرام د شمېرو له مخې، له څلورو درې برخې افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري، ځکه د طالبانو له واکمنېدو وروسته، یو شمېر هېوادونو له افغانستان سره خپلې بشردوستانه مرستې درولې او یا یې کمې کړې دي.

دا په داسې حال کې دي هغه پراختیايي مرستې چې کلونه د افغانستان د مخکیني یې د افغانستان د مخکیني دولت د ملا تیر جوړاوه، بندې شوې او د طالبانو پر ادارې بندیز لګول شوی او همداراز د افغانستان بانک شتمنۍ هم په بهر کې کنګل شوې دي.

په دې لړ کې، د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی چې دا بنسټ په افغانستان کې له زیانمنونکو وګړو سره د مرستو د دوام لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.