سویلي آسیا

جاکارتا د آسه آن د درې څلوېښتمې سرمشریزې کوربه

جاکارتا به د سه شنبې په ورځ د سویل ختیځې آسیا هېوادونو د ټولنې مشرانو د ۴۳مې ناستې کوربه وي.

په دغه ناسته کې به د هېوادونو د مشرانو په ګډون د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو مشران او د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي.

له بلې خوا، د سویل ختیځې آسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د دوشنبې په ورځ د اندونیزیا په پلازمیني جاکارتا کې سره وکتل او د برما، د سویلي چین سمندر کې د قوانینو، د سیمې د اقتصاد، له پولو بهر جنایتونو او نورو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.

د اندونیز د بهرنیو چارو وزیره رتنو مارسودي وايي: «آسه آن یوازې په هغه صورت کې کولای شي په بشپړ ځواک سره پرمخ ولاړ شي چې وکولای شي په برما کې سوله ییزه او دایمي حل لاره تضمین کړي او هماغه شان چې مشرانو حکم کړی، موږ د پنځه ماده ییزې اجماع د اجرا په هکله یوه هراړخیزه ارزونه کوو او د خپلو مشرانو د مشورې لپاره یوه سپارښتنه چمتو کوو.»

آسه آن ناسته د سپتمبر له ۵ تر اوومې پورې ترسره کېږي او ګډون کوونکي به د دوه اړخیزو او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او همداراز په سیمه کې د وروستیو بدلونونو او برما د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړي.

یو شمېر کارپوهانو ویلي چې د چین په سویلي سمندر کې د جنجالونو زیاتوالی پر دغه ناسته اغېز کولای شي.

د ستراتيژیکو او نړیوالو څېړنو د مرکز کارپوه محمد وفا وايي: «په دې پلټفورم کې د سویلي سمندر د جنجالونو په شان شخړو په هکله د خبرو لپاره کتنو لپاره ډېر زیات زغم موجود وي، زما په نظر آسه آن لازیاتې پاملرنه ته اړتیا لري، که موضوع په دې ډول وي.»

دا په داسې حال کې دي چې چین په سویلي سمندر کې له فلیپین او جاپان سره اختلافات لري او ټایوان ټاپو هم د خپل هېواد برخه ګڼي، چې دې چارې په سیمه کې کړکېچ زیات کړی دی.

د آسه آن سیاسي او اقتصادي ټولنه په ۱۹۶۷ کال کې په تایلنډ کې جوړه شوه او غړي هېوادونه یې په سیاسي او اقتصادي برخو کې دوه اړخیزه همکاري ترسره کوي او د سیاسي کړکېچونو په حل کې هم په ګډه کار کوي.

مالزیا، اندونیزیا، سنګاپور، تایلنډ، فیلیپین او برونئی دار السلام، ویتنام، برما، لائوس او کمبودیا ددې ټولنې غړي هېوادونه دي.