افغانستان

په امریکا کې د پاکستان سفیر: لا هم په افغانستان کې د ترهګرۍ خطر شته

په امریکا کې د پاکستان سفیر مسعود خان په خپل هېواد کې په تېرو دوو کلونو کې ناامنیو ته په اشارې سره وایي، که څه هم امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه ایستلي دي، خو په دې هېواد کې د ترهګرۍ خطر لاهم شته.

راډیو پاکستان نن دوشنبې د مسعود خان له قوله رپوټ ورکړی چې اسلام آباد او واشنګټن تصمیم نیولی چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د همکارۍ له لارې اوسني ګواښونه له منځه یوسي.

هغه په دوام کې وايي، اسلام آباد او امریکا «ګډ مسوولیت لري ترڅو افغانستان د ثبات په لور بوځي.»

دا په داسې حال کې دي چې د پاکستان د نښتو او امنیتي څېړنو مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي د روان زېږدیز کال په اګست میاشت کې په پاکستان کې د ترهګرۍ ۹۹ پېښې شوې دي.

دغه بنسټ همداراز په خپل راپور کې په ټول دغه هېواد کې د ملیشه ځواکونو بریدونو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

نوموړي بنسټ زیاته کړې چې د روان زېږدیز کال په اګست میاشت کې په پاکستان کې د ترهګرۍ ۹۹ پېښې شوې دي.

د رپوټونو پر بنسټ، په دغو بریدونو کې ۱۱۲ تنه مړه او ۸۷ نور ټپیان شوي چې پوځیان او ډېری یې ملکي دي.

د رپوټونو له مخې، په اګست میاشت کې ترهګر بریدونه د جولای میاشتې په پرتله ۸۳ سلنه زیات شوي چې ډېری دا بریدونه د پاکستاني طالبانو تحریک له خوا شوي دي.