سوداګري

د خواف ـ هرات د رېل لارې په اړه د ایران او طالبانو ترمنځ همکاري

ایران له طالبانو سره د خواف ـ هرات لارې په دوام کې مرسته کوي.

ایرانیو رسنیو لیکلي چې د طالبانو د اورګاډي ادارې له رییس سره د خراسان رضوي د والي په کتنه کې، تهران د خواف ـ هرات لارې د دوام په برخه کې د لازمو همکاریو ژمنه کړې ده.

د خراسان رضوي والي یعقوب علي نظري وایي چې ایران به د اړتیاوړ وسایلو په برخه کې مرسته وکړي او هر هغه څه چې په دې ولایت کې د پروژې د پرمختګ لپاره ورته اړتیا وي ترسره به یې کړي.

د خواف ـ هرات لاره افغانستان د ایران له لارې له هند او اروپايي هېوادونو سره نښلوي.

له بلې خوا، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ګډو کوچنیو بازارونو فعالیت بیا پيل شو.

دوه کاله مخکې او د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د افغانستان په بدخشان ولایت کې دا ګډ بازارونه وتړل شول او تازه د پولې د دواړو لوریو د خلکو له خوا بېرته پرانیستل شول.

تاجکستاني چارواکي ددغو بازارونو د پرانیستو موخه د «آمو» سیند د دواړو لوریو د سوداګرو لپاره د غوره شرایطو برابرول بولي او ټینګار کوي چې د سرحدي بازارګیو پرانیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د راکړې ورکړې او سیمې د اوسېدونکو لپاره د کاري زمینو د برابرولو لپاره مهم دي.